لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

بلوچستان:دامنیتي قواؤ په پوسته بمي برید کې اته کسان ژوبل شوي


دپاکستان دکړکیچ ځپلي ایالت بلوچستان په جنوبي سیمه تربت کې دامنیتي قواؤ په یوه پوسته د لاسي بم برید کې دوه د ملیشې عسکر اؤ شپږ عام وګړي ژوبل شوي دي.

دسیمې څخه دپولیسو چارواکو وائس اف امریکه ډيوه ته ویلي چې دچهارشنبې په ورځ ترهګرو د تربت بازار کې دامنیتي قواؤ د پوستې ترڅنګ دلاسي بم برید کړی عسکرو اؤ عامو خلکو ته یې ژوبله اړولې ده.

پولیس چارواکو منلې چې پېښه کې دوه دملیشې عسکر اؤ شپږ عام کسان ژوبل شوي چې د علاج دپاره نزدې روغتون ته رسول شوي دي.

دپېښې نه وروسته په ګڼ شمیر کې امنیتي قواوې سیمې ته رسیدلي اؤ د پېښې پلټنې یې پیل کړي دي.

تر اوسه کومې تندروه ډلې ددې برید پړه پغاړه نه ده اخستې خو په دې وروستیو کې چې په بلوچستان کې په امنیتي قواؤ څومره بریدونه شوي د زیاترو پړه پکې یاغي ډلو بلوچستان لبریشن ارمي پغاړه اخستې ده.

دبلوچستان دغه بیلتون خوښې وسله واله ډله تیره ورځ امریکې نړیوال ترهګر تنظیم ګرځولی دی.

پاکستان د امریکې لخوا دبلوچستان لبریشن ارمي د ترهګر ګرځولو ګام ستائیلی اؤ هیله یې ښکاره کړې ده چې دامریکا ددې ګام سره به د یادې ترهګرې ډلې دفعالیتونو مخنیوي کې مرسته وشي.

په دې وروستیو کې په بلوچستان کې په امنیتي قواؤ د ترهګرو بریدونو کې زیاته چټکټیا لیدل شوې اؤ ګڼ شمیر پولیس، دملیشې اؤ‌ پوځ عسکر په دې بریدونو کې وژل شوي دي

XS
SM
MD
LG