لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان وایي دسولې له تړون وروسته بین الافغاني خبرو ته چمتو دي


طالبان وایي په قطر کې امریکا سره دسولې په خبرو کې د۸۰نه نیولی تر۹۰ فیصده پرمختګ شوی دی خو هرکله چې دسولې په اړه غوڅ تړون وشي له هغې وروسته به هغوئ بین الافغاني خبرو اترو ته کښیني.

دطالبانو د قطر ددفتر ویاند سهیل شاهین برتانوي خبري اژانس بي بي سي ته ویلي” کله چې دا معاهده وشي اؤ دنړیوالو شاهدانو په مخکې اعلان شي بیا بین الافغاني مزاکراتو کې هیڅ ستونزه نشته. مونږ ټولو افغانانو سره دیو جهت په توګه خبرې کوؤ”

افغانستان کې دسولې دپاره امریکایي استازی زلمی خلیلزاد اؤ طالبان دتیر خالي یا شنبې د ورځې راهسې قطر کې د سولې په خبرو بوخت دي خو دپینځوؤ ورځو په دغو اوږدو خبرو کې تراوسه هیڅ ډاګیز پرمختګ نه دی اعلان کړل شوی.

دطالبانو ویاند سهیل شاهین هم منلې چې خبرې اوږدې شوي دي خو هغه وایي چې دخبرو اوږدیدو علت اختلافونه نه بلکې ګن اړخیز بحثونه دي.

دطالبانو اؤ امریکا ترمینځ له دې وړاندې هم په قطر کې د سولې دخبرو شپو پړاوونه شوي خو هیڅ نتیجه یې نه ده ورکړې .

دقطر دمزاکراتو نه خبر سرچینې وایي چې په خبرو اترو کې امریکا ټول زور په دې راوړي چې طالبان باید اوربند اعلان کړي اؤ بین الافغاني خبرو اترو ته کښیني .

خو طالبان بیا غواړي چې امریکا باید وړومبي افغانستان څخه دخپلو پوځيانو د وتلو مهالویش اعلان کړي .

ددې ترڅنګ نړیوالو مطبوعاتو وخت په وخت دا ګنګوسې هم خپرې کړي چې دقطر خبرو کې دواړه خواوې دافغانستان په راتلونکي حکومت اؤ دطالبانو په مستقبل هم غږیدلي دي خو امریکایې استازی اؤ طالبان دواړه دا دعوې ردوي اؤ وایي په حکومت یې هیڅ خبرې نه دي کړي.

طالبانو په دې وروستیو کې په روسیه اؤ پاکستان کې دافغان سیاسي مشرانو سره د سولې په اړوند ترسره شوؤ غونډو کې برخه اخستې ده خو افغان دولت سره له خبرو انکار کوي اؤ وایي د فیصلو واک دافغان دولت کې نه دی نو خبرو ته هم ورسره اړتیا نه لري.

خو دافغانستان ولسمشر اشرف غني بیا وایي چې دافغانستان په اړوند هره پرېکړه کیږي واک یې د افغانانو په لاس کې دی اؤ طالبانو ته به دافغانانو سره خبرو ته کښېناستل وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG