لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دشپږو اربو ډالرو پور دپاره ایي ایم ایف پاکستان ته څه شرطونه اېښي دي؟


نړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف پاکستان ته دشپږ اربه ډالرو دپور ورکولو دپاره خپل شرطونه هم په ډاګه کړي اؤ ویلي یې دي چې پاکستان ته به دترهګرو مالي سرچینې وچول اؤ دناقانونه پیسو دلیږد مخه نیول وي.

ایي ایم ایف تیره ورځ پاکستان دپاره دشپږ اربو ډالرو د پور ورکولو منظوري ورکړې ده اؤ دپاکستان دخزانې مشیر عبدالحفیظ شیخ ویلي چې ددې پیسو سره به پاکستان داقتصادي ثبات دپاره دخپلو اصلاحاتو عملي کولو جوګه شي.

دایي ایم ایف نه داخستل کیدونکي پور دشرطونو په سر تراوسه دحکومت مخالفو ګوندونو په حکومت نیوکې کولې چې د ایي ایم ایف شرطونه یې پټ ساتلي خو دغه نړیوالې ادارې اوس پخپله خپل شرطونه دیوې اعلامیې دلارې ښودلي دي.

دایي ایم ایف په اعلامیه کې ویل شوي چې پاکستان ته به هر کال د ټیکسونو په مد کې د۱۵۰۰څخه نیولې ۲۰۰۰ رابه روپۍ لاس ته راوړل وي.

اعلامیه کې راغلي چې پاکستان کې به دکرنسۍ دتبادلې دنرخ ټاکنه مارکیټ کوي اؤ اسټیټ بانک به په دې کې هیڅ رقم مداخله نه کوي.

په دې وروستیو کې چې دپاکستان اؤ ایي ایم ایف ترمینځ دپور تړون شوی ،په پاکستان کې د ډالر نرخ ۱۵۳روپو ته ختلی اؤ دکرنسۍ کاروباریان اندوینه کوي چې دپاکستاني روپۍ نرخ به راتلونکي کې نور هم وغورځيږي.

ایي ایم ایف ویلي په تیرو وختونو کې پاکستان کې د ډالر نرخ په مصنوعي توګه کنټرول ساتل شوی ؤ خو اوس به کرنسۍ نرخ مارکیټ پخپله ټاکي اؤ‌ په دې کې به هیڅ سیاسي مداخله نه کیږي.

ایي ایم ایف وایي پاکستان به د څارنیزې تګلارې په ذریعه ګراني قابو کوي اؤ دانرژۍ په څانګه کې به داصلاحاتو ترڅنګ ګردشي پورونه هم ختموي.

نړیوالې مالیاتي ادارې ویلي چې پاکستان ته به دبندو پیسو یا واجباتو ترلاسه کولو دپاره کوټلي ګامونه اخستل اؤ دګیس اؤ بجلۍ په نرخونو کې سیاسي مداخلت نه کول وي.

ادارې پاکستان ته دا شرط هم اېښې چې د ناقانونه پیسو دلیږد مخه به نیسي اؤ دترهګرو د مالي سرچینې به وچوي.

پخپله اعلامیه کې ایي ایم ایف ویلي چې دپاکستان اقتصاد د سختو ننګونو سره مخ دی اؤ د کمزورو تګلارو له امله یې اقتصاد ځپل شوی، کورني اؤ بهرني پورونه پرې پنډ شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG