لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د امریکې د ازادۍ د ورځې دستورې ته د صدر ټرمپ وېنا


د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د امريکې د خپلواکۍ د ورځې دستورې ته په وېنا کې امریکايانو ته د ازادۍ د ورځې اومبارکي ویلې او خپل پوځ ته يې درناوی ويلی چې د بېرغ ساتنه يې کوي.

هغه ويلي چې د ۲۴۳ کاله وړاندې په څېر د امریکې د ازادۍ راتلونکی هم په پوځ اډاڼه لري.

هغه په لنکن مېموريل کې قوم ته د وېنا د دستورې په مهال درې پوځي افسرانو ته د هغوي په خدماتو ګانګرېشنل مډالونه هم ورکړه.

صدر ټرمپ وويل امریکايا د ازادۍ قدر کوي او دا ازادي د دوي نه څوک نه شي اخيستی.

نوموړي خپلو پخوانيو صدرانو او مشرانو ته درناوی څرګند کړو او وې ويل د هغوي په لار ښوونه او محنت نن امریکا د نړۍ طاقتوره هېواد دی.

هغه زياته کړې امریکې په سائنس کې دومره پرمختګ کړی چې اوس ورته هيڅ څيز ناممکنه نه دی.

هغه په خپله وېنا کې د پوځ د ټولو برخو يادګېرنه او ستاينه کړې ده.

XS
SM
MD
LG