لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

نړیوال جام:پاکستان بنګله دیش سره په سیالۍ بوخت دی،دقسمت فیصله یې نن کیږي


pakistan cricket team

دکرکټ دنړیوال کپ دسیالیو په لړ کې دپاکستان لوبډله نن دبنګله دیش سره یوې مهمې سیالۍ ته وتلې ده چې ګټل یې ورته ناشونې ده خو دپاکستاني لوبډلې مشر سرفراز ویلي هغوئ به هڅه وکړي په دې لوبه کې تر ۵۰۰ؤ منډې جوړې کړي.

دجمعې په ورځ انګلینډ کې دپیل شوې دغه مهمې سیالۍ پچه پاکستان ګټلې اؤ بیټنګ یا توپ وهنه یې پیل کړې ده چې په ۱۳ اوورونو کې یې۴۹ منډې جوړې کړي اؤ یو لوبغاړی یې سوځیدلی دی.

پاکستان ته به دنړیوال کپ سیمې فائنل ته د وتلو دپاره په دې سیالۍ کې ۳۵۰منډې جوړول اؤ بیا دبنګله دیش ټوله لوبډله په ۳۹منډو سوځول وي چې دکرکټ ماهرین وایي داسې دپاکستان دپاره هډو شونې نه ده.

اؤ که چرې پاکستان په غسې کولو کې ناکام شي نو بیا به یې دنړیوال کپ سیمې فائنل کې د لوبیدلو ارمان پوره نه شي.

دافغانستان لوبډله وړاندې دنړیوال جام د سیالیو څخه بهر شوې ده ،دغې لوبډلې پخپلو نهو لوبو کې یوه لوبه هم نه ده ګټلې.

په دې سیالیو کې اسټریلیا لوبډله د ۱۴پوائنټونو په لاس کې لرلو سره په لمړي مقام ده،هند۱۳،انګلینډ۱۲،نیوزي لینډ۱۱،پاکستان نهه ،سریلنکااته،بنګله دیش اووه،سویلي افریقا پینځه، ویسټ انډیز درې اؤ افغانستان صفر پوائڼونه په لاس کې لري

XS
SM
MD
LG