لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د امريکې په کېليفورنيا کې زوروره زلزله راغلې


د امریکې په کېليفورنيا رياست کې د اووه اعشاريه يو (۷.۱) زور، شدت زلزله راغلې ده. د زلزلې سره اورونه لګېدلي، ودانۍ يې ځپلي، سړکونه يې مات کړي او ګڼې ژوبلې يې اوړولي دي.

د چارواکو په وېنا د زلزلې له امله په رېج کرېسټ ښار کې زيات تاوان اوړېدلی دی، ويل شوي د زيارت، پنجشنبې په ورځ هم په ياده علاقه کې د شپږ اعشاريه څلور شدت زلزله راغلې وه.

د پوهانو په وېنا د زیارت د ورځې د زلزلې نه وروسته ۱۴۰۰ جړقونه محسوس کړی شوي دي.

چارواکو ويلي د زلزلې له امله په ودانيو اورونه لګېدلي او خلک ژوبل شوي هم دي.

د زلزلې وروسته په سمدستي ډول امدادي هلې ځلې پېل کړی شوي دي او راپورونه وايي په شمالي لويديځه علاقه کې زيات تاوان اوختی دی.

ځايي خلکو ويلي دا زلزله د زيارت د ورځې د زلزلې نه ډېره زوروره وه.

د لاس اېنجلس ميئر ايرک ګريسيټي ترمخه په اغېزمنو علاقو کې د خلکو خوندي کولو ټيمونه لېږل شوي کوم چې به کورونو ته د اوختي تاوان اندازه هم لګوي.

ويل شوي د زلزلې جړقونه په مېکسيکو او لاس ويګاس کې هم محسوس کړی شوي او په کېليفورنیا کې بېړني حالت په ځای کړی شوي دي.

XS
SM
MD
LG