لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قطر:دطالبانو اؤ افغان مشرانو خبرې سبا پیل کیږي.ملا ضعیف وایي داځل به امریکا سره خبرې پرېګنده وي


په قطر کې دطالبانو اؤ دافغانستان دبیلابیلو سیاستمدارانو اؤ مدني ټولې ترمینځ بین الافغاني خبرې اترې سبا(یکشنبه) په دوحه قطر کې پیل کیږي چې دغو خبرو اترو ته دافغانستان څخه یو شمیر مهم شخصیات د دوحي ته کوچیدلي دي.

دطالبانو د واکمنۍ په دور کې په اسلام اباد کې دافغانستان سفیر ملا عبدالسلام ضیعف چې پخپله هم په دغه غونډه کې دګډون په موخه دوحې ته تللی، وایي طالبان دبین الافغاني خبرو دلارې دسولې پروسه مخ په وړاندې وړل غواړي خو افغان دولت سره خبرو ته لیواله نه دي.

دافغانستان خبري اژانس پژواک د شنبې په ورځ پخپل راپور کې لیکلي چې د دوحې په خبرو کې به تر۶۰ؤ پورې شخصیات ګډون وکړي چې ۱۵ به پکې دطالبانو استازي وي اؤ ۴۵ نور به پکې دکابل،اروپا اؤ امریکا څخه برخه ولري.

پژواک دپخواني لوړ پوړي طالب واکمن ملاعبدالسلام ضیعف له خولې لیکلي چې دا ځل به دامریکې اؤ طالبانو خبرې پرېکنده وي اؤ دافغانانو خپلو کې خبرې دسولې عمل نور هم ګړندی کوي.

تر دې څلور وړځې وړاندې دطالبانو دقطر ددفتر ویاند ښاغلي سهیل شاهین پخپله یوه مرکه کې ویلي وؤ چې افغان سولې دپاره دامریکایي استازي زلمي خلیلزاد اؤ طالبانو ترمینځ قطر کې دسولې خبرې پر وړاندې تللي دي خو افغان دولت سره به خبرې اترې دسولې له تړون وروسته کولی شي.

په قطر کې دطالبانو اؤ امریکا ترمینځ دخبرو اترو اووه پړاوونه شوي اؤ سرچینې وایي په دغو خبرو کې امریکا زیات ټینګار په دې کوي چې طالبان باید اوربند اؤ بین الافغاني خبرې وکړي خو طالبان وایي چې ترڅو امریکا افغانستان څخه دخپلو ځواکونو د وتلو مهال ویش نه وي اعلان کړی هغوئ به اوربند اؤ افغان دولت سره خبرې نه کوي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG