لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان وايي امریکا سره په اوربند او بېن الافغاني خبرو نه دي غږېدلي


د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امریکا ځانګړي استازي د خالي، شنبې په ورځ ويلي په قطر کې د طالبانو سره ګټورې خبرې شوي چې د لارې يې د افغانستان جګړه ختمه او سياسي حل رامنځته شي.

په قطر کې د ۲۹ جون راهسې د امریکايي استازي زلمي خليلزاد او طالبانو ترمنځ خبرې روانې دي.

خليلزاد د خبرو روان عمل ته ګټور او د دوه ورځو دمې يې ويلي دي.

نوموړي په ټويټر ویلي، "د دې تیرو شپږو ورځو خبرې تر بل هر وخت ټاکونکي او ګټورې وې. مونږ د سولې موافقې پر ټولو څلورو ټکو باندې د پام وړ پرمختګ وکړ: د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې ضمانتونه، د ځواکونو وتل، په بېن الافغاني خبرو اترو او مذاکراتو کې برخه اخیستل، او دایمي او هر اړخیز اوربند".

نوموړي په بل ټويټ کې په نهمه جولايي د خبرو بيرته پېل کېدو ويلي دي.

د پاکستان او افغانستان دپاره د جرمني د ځانګړي استازي مارکوز پيټزل ويلي د جولايي په اوومه او اتمه په قطر کې د جرمني قطر په کوربه بېن الافغاني خبرې کيږي.

په قطر کې د امریکا سره د خبرو دپاره د طالبانو د ډلې ویاند سهېل شاهين هم روانو خبرو ته غوره پرمختګ ويل او د دوه ورځو دمې پخلی يې کړی دی.

خو نوموړي ويلي د زلمي خليلزاد دغه خبره رد کړې چې ګنې په اوربند او بېن الافغاني مذاکراتو يې ورسره خبرې شوي دي.

وي او ای سره په ځانګړو خبرو کې شاهين ويلي، دوي او امریکا په دوه خبرو موافق شوي کومې چې ډېرې مهمې دي، يوه دا چې د افغانستان خاوره به د امریکا او اتحاديانو پرضد يې نه کاريږي او بل د افغانستان نه به بهرني پوځونه ووځي.

هغه دا خبره هم رد کړې ده چې د اتوار د ورځې بېن الافغاني خبرې د افغانستان د سولې د خبرو برخه ده. هغه ويلي په دې غونډه کې برخه اخيستونکي په خپل شخصي حیثيت په دې کې ګډون کوي.

هغه د افغان ولسمشر اشرف غني انتظامیې سره هم خبرې کول رد کړي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG