لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دافغان سولې په اړوند قطر کې بین الافغاني غونډه پیل شوې ده


په دوحه کې دقطر اؤ جرمني په کوربه توب دافغان سولې په اړوند دطالبانو اؤ افغان سیاسي اؤ مدني شخصیاتو ترمینځ بین الافغاني غونډه د یکشنبې په ورځ پیل شوې چې پکې دغونډې برخه وال افغانستان کې دسولې په اړوند خپل نظرونه اؤ وړاندیزونه وړاندې کوي.

نړیوالې رسنۍ وایي افغان دولت اؤ یو شمیر نورو سیاسي کړیو هڅه کړې وه چې د دوحې دې غونډه کې دسولې په چارو کې دافغان دولت وزیر عبدالسلام رحیمي هم باید برخه ولري خو طالبانو په غونډه کې دهغه دناستې سره مخالفت ښودلی دی.

په دې غونډه کې دطالب استازو پشمول ۶۰ پورې کسان شامل دي چې ټول په شخصي توګه وربلل شوي اؤ طالبانو له مخه ویلي چې تر څو امریکا سره دسولې یو غوڅ تړون ته نه وي رسیدلي افغان دولت سره به ترهغې خبرې نه کوي.

خو افغانستان کې دسولې دپاره دامریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تیره ورځ په ټوئټر لیکلي چې طالبانو سره دسولې یو غوڅ تړون ته د رسیدلو دپاره لا هم ډير کار پاتې دی اؤ ددې دپاره به په نهم جولایي دامریکا اؤ طالبانو خبرې بیا پیل کیږي.

زلمي خلیلزاد لیکلي چې د سولې دخبرو اووم پړاؤ کې شپږ ورځې دامریکا اؤ طالبانو ترمینځ په څلورو موضوعاتو خبرې شوي چې پکې ترهګرۍ سره مبارزه،افغانستان څخه دبهرنیو ځواکونو وتل،دطالبانو بین الافغاني خبرو کې ګډون اؤ اوربند شامل دی.

ښاغلي خلیلزاد دعوه کړې ده چې په دغو ټولو موضوعاتو خبرو کې زیات پرمختګ شوی دی اؤ دافغانانو ترمینځ اوسنۍ ناسته کې که هم دهغه دهمکارۍ اړتیا ولیدل شوه نو ورته حاضر دی.

په قطر کې دطالبانو ددفتر ویاند سهیل شاهین هم امریکا سره په نهم جولایي کیدونکو خبرو کې دپرمختګ هیله ښودلې ده اؤ‌ په ټوئټر یې لیکلي چې “تر اوسه خبرو کې څومره پرمختګ شوی مونږ له هغې راضي یو اؤ هیله لرو چې پاتې کار به هم زر بشپړ شي”

دطالبانو د واکمنۍ په دور کې په اسلام اباد کې دافغانستان سفیر ملا عبدالسلام ضیعف چې پخپله هم په دغه غونډه کې ګډون لري رسنیو ته یې ویلي طالبان دبین الافغاني خبرو دلارې دسولې پروسه مخ په وړاندې وړل غواړي خو افغان دولت سره خبرو ته لیواله نه دي.

ملاعبدالسلام ضیعف ویلې چې دا ځل به دامریکې اؤ طالبانو خبرې پرېکنده وي اؤ دافغانانو خپلو کې خبرې دسولې عمل نور هم ګړندی کوي.

ه قطر کې دطالبانو اؤ امریکا ترمینځ دخبرو اترو اووه پړاوونه شوي اؤ سرچینې وایي په دغو خبرو کې امریکا زیات ټینګار په دې کوي چې طالبان باید اوربند اؤ بین الافغاني خبرې وکړي خو طالبان وایي چې ترڅو امریکا افغانستان څخه دخپلو ځواکونو د وتلو مهال ویش نه وي اعلان کړی هغوئ به اوربند اؤ افغان دولت سره خبرې نه کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG