لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د غزني پرونی برید امریکايي او د پاکستان پښتنو سیاستوالو غندلی دی


د افغانستان په غزني کې پرون د اتوار، يکشنبې په ورځ د طالبانو د بارودو ډک ګاډي د لارې بريد امریکايي او د پاکستان پښتنو سياستوالو غندلی دی.

د طالبانو په ياد بريد کې د چارواکو په وېنا ۱۲ تنه وژل شوي او ۱۷۹ ژوبل شوي چې پکې د ښوونځي يا سکول ماشومان هم شامل وو.

د امریکا د سولې د خبرو دپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په ټويټر د ياد بريد غندنه کړې ده.

"د غزني څخه مې د یوه ناوړه برید راپورونه ترلاسه کړل چې د ښوونځي ماشومان یې بیا قربانیان وو. دا نه اټکلېدونکي ده چې ماشومان په دې ډول له خطر سره مخامخ کیږي. زه دا برید په کلکه غندم. سوله تر بل هر وخت اړینه ده او د ترهګرۍ او تاوتریخوالي د پای ته رسولو یوازینۍ لاره ده".

د پښتون ملت پاله ګوند عوامي نيشنل پارټۍ عمومي سېکتر میا افتخار حسېن ويلي ياد بريد ته د جهاد په نوم فساد ويلي دي.

"آخر د ظلم جام د نسکور شي ۔ غزنی ولایت کې په مکتب د ترهګرئ حمله د جهاد په نوم فساد روان دے".

د پاکستان پيپلز ګوند سره تعلق لرونکي فرحت الله بابر پوښتنې کړي دي،

"د بې ګناه خلکو د بيا بيا وژنې د زمه وارۍ منلو وروسته هم د طالبانو سره د خبرو کوم ضرورت باقي پاتې دی؟ اخر د کله پورې؟".

د قومي وطن پارټۍ مشر افتاب احمد خان شېرپاؤ د غزني په پېښه کې د عامو خلکو په وژنه او ماشومانو په ژوبلېدو د افسوس څرګندونه کړې او ويلي يې دي افغانان پرله پسې د بريدونو ښکار دي ښکاري چې د دردونو یې علاج نشته.

افغان ولسمشر اشرف غني د غزني د بريد غندنه کړې او ويلي يې دي طالبانو د دغه بريد د لارې يو ځل بيا د افغانانو سره خپله دښمني ښکاره کړه.

اشرف غني ویلي، "طالبانو د دغه تروریستي برید په ترسره کولو سره وښوده چې عمل او خبرې یې ښکاره تضاد لري، طالبان باید پوه شي، چې د ملکي وګړو په ځانګړي ډول پر کوچینانو د برید په ترسره کولو سره د سولې په مذاکراتو کې امتیاز نشي تر لاسه کولای".

د غزني بريد په داسې وخت کې شوی چې په قطر کې بېن الافغاني خبرې روانې دي او د امریکا او طالبانو ترمنځ په خبرو کې د دوه ورځو د دمې وروسته بيا د خبرو د لړۍ پېل کولو ويل شوي دي.

طالبانو د برید زمه واري منلې او ويلي يې دي په غزني کې يې د ملي امنيت اسختباراتي دفتر په هدف کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG