لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبرپښتونخوا او بلوچستان کې د پوليو څلور نورې پېښې مخې ته راغلي


پاکستان کې د پولیو پېښې پرله پسې مخې ته راروانې دي او په خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبو کې تازه نورې څلور پېښې مخې ته راغلي دي.

په روان کال کې په ملک کې د پوليو د ټولو پېښو شمېره ۴۱ ته ورسېده چې پکې د ټولو نه زياتې پېښې په خېبرپښتونخوا صوبه کې مخې ته راغلي دي.

د صحت د وزارت ترمخه د پولیو په تازه پېښو کې د دوؤ پخلی په بنو کې او د دوه نورو پخلی د بلوچستان صوبې په قلعه عبدالله او جعفر اباد سيمو کې شوی دی.

د خېبرپښتونخوا بنو ضلع د پوليو نه تر ټولو زياته اغېزمنه سيمه ده چرته چې د سرکاري شمېرو ترمخه تراوسه پورې ۱۴ ماشومان پوليو وهلي دي.

په خېبرپښتونخوا او قبايلي ضلعو کې تراوسه پورې د پولیو ۳۱ پېښې رپوټ شوي دي.

پاکستان کې د پولیو د مخنيوي د پروګرام چارواکي تور لګوي دغه ماشومان چې د پولیو د پېښې ښکار کيږي ميندو پلارانو يې ورته د پوليو ضد څاڅکي نه ؤ ورکړي.

خو په ځینو ځایونو کې بیا داسې پېښې هم مخې ته راغلي چې مېندې پلاران وايي دوي د پولیو ضد څاڅکي هم ورکړي او د هغې باوجود يې ماشومان پوليو وهلي دي.

د تازه پېښو نه پينځه ورځې وړاندې پینځه پېښې مخې ته راغلې وې.

پاکستان کې روان کال رامنځته شوؤ پېښو د تېرو څلور کالو ريکارډ مات کړو.

په ۲۰۱۸م کال کې د پولیو د پېښو شمېر ۱۲، په ۲۰۱۷ م کې اته او په ۲۰۱۶ مې ۲۰ پېښې رپوټ شوې وې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG