لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د ماشومانو د جنسي تيري څخه د بچ کولو د پوهاي کمپاين پېل کړی شوی


د پاکستان د بشري حقونو وزارت د يورپي يونين سره په ګډه د ماشومانو د جنسي تيريو څخه بچ کولو د پوهاوي کمپاين پېل کړی دی چې په ټولنه او مور وپلار کې بېداري پېدا کړي او يقيني کړي چې ماشومان د جنسي تيريو نه بچ وساتي.

د بشري حقونو مرکز ي وزیرې شيري مزاري ويلي د ماشومانو بچ ساتل اسلامي او ائيني دنده ده او پاکستان په دغه اړوند د بشري حقونو د نړیوال کنونشن غړی دی.

په پاکستان کې وخت په وخت د کم عمره ماشومانو سره د جنسي تيريو خبرونه مخې ته راځي او په وروستیو کې څو داسې پېښې رپوټ شوي چې ماشومان د جنسي تيريو څخه وروسته بيا وژل شوي هم دي.

څو ورځې وړاندې د خېبرپښتونخوا په بټګرام ضلع کې يو ۱۷ کلن ماشوم د جنسي حملې په مذاحمت کې وژل شوی او په هري پور ضلع کې هم يوه پېښه مخې ته راغلې چې په کم عمره ماشومه جنسي تيری شوی دی.

د ماشومانو په حقونو کار کوونکی عمران ټکر وايي، په ملکي کچه د کم عمره ماشومانو د جنسي تيريو په اړوند قانون موجود دی خو د جنسي تيريو د مخنیوي او د دې ترڅنګ د تيري وروسته هغې ته ځواب ويل په ځای پاتې شي.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل که انتظاميه، پوليس، عدالتي نظام، د صحت محمکه او نورې اړونده ادارې دې ته په وخت ځواب اووايي نو مخه يې نيول کېدی شي.

په پاکستان کې د غېر دولتي ادارې ساحل د شمېرو ترمخه په کال ۲۰۱۸ کې د ماشومانو د جنسي تيريو او د هغو د ځورولو ۳۸۰۰ پېښې رپوټ شوې وې.

د يادې ادارې ترمخه په ملک دننه د ورځې په سر ۱۱ ماشومان (هلکان او جينکۍ) د جنسي حملو ښکار کيږي.

ساحل وايي په پاکستان کې ماشومانو سره د جنسي تيريو زیاتې پېښې په پنجاب صوبه کې مخې ته راځي.

په کال ۲۰۱۵ کې د پنجاب صوبې نه د ماشومانو د اجتماعي جنسي تيريو د ويډیوز جوړولو خبرونه مخې ته راغلي وو او په قصور ضلع کې د کم عمرې ماشومې زېنب په جنسي تيري او بيا وژنې سترې محکمې نوټس اخيستی ؤ.

او هم تېر کال د خېبرپښتونخوا په مردان ضلع کې د درې کلنې ماشومې د جنسي تيري او وژنې په تور کې عدالت تورن کس ته ۲۵ کاله د بند سزا ارولې وه.

په وروستيو کې په اسلام اباد کې د يوې ماشومې جينۍ مړی ترلاسه شوی ؤ چې ورباندې د وژنې نه وړاندې د جنسي تيري خبرونه مخې ته راغلي وو.

عمران ټکر د حکومت دغه ګام ستايي چې د ماشونو د بچ کولو دپاره يې کمپاين پېل کړی او زياتوي که په ټولنه کې دا پوهاوی خور کړی شي مور او پلار پوهه کړی شي نو ډېری ماشومان به د دې ناوړه عمل نه بچ شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG