لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایي ایم ایف:پاکستان به نزدې راتلونکي په خلکو نور هم سخت ټیکسونه لګوي


نړیوالې مالیاتي ادارې(ایي ایم ایف) پخپل یو تازه راپور کې ویلي چې په نزدې راتلونکي کې پاکستان دهیواد دننه په خلکو سختو ټیکسونو لګولو ته چمتو دی اؤ سږکال به د۱۵کهربو اؤ ۶۰اربو روپو اضافي ټیکس هم لګول کیږي.

ایم ایم ایف سره د شپږو اربو ډالرو د پور د تړون نه وروسته دپاکستان حکومت دبجلۍ،ګیس، دوایانو اؤ خوراکي توکو بیعې لوړې کړي چې مخالف ګوندونه یې سخت مخالفت کوي اؤ وایي حکومت په بې وزله اولس دژوند دروازې تړي.

نړیواله مالیاتي اداره پخپل دې راپور کې وایي چې راتلونکي کال کې به د۱۵ؤ کهربو روپو اؤ له هغې وروسته راروان کې به د۱۳کهربو اؤ ۱۰ اربو روپو ټیکسونه په خلکو لګول کیږي.

دپاکستان ډان ورځپاڼې لیکلي ایي ایم ایف سره دپور په شوي تړون دپاکستان دخزانې مشاور عبدالحفیظ شیخ اؤ داسټیټ بینک ګورنر رضا باقر هم لاسلیکونه کړي چې له مخې به یې داګست په میاشت کې دبجلۍ نرخونه یو ځل بیا سیوا کړل شي.

دپاکستان حکومت دریځ لري چې تیرو حکومتونو داقتصادي ثبات دپاره کوټلي ګامونه نه وو اخستي ځکه هیواد داقتصادي کړکیچ سره مخ شوی خو موجوده حکومت پخپلو سختو پرېکړو سره غواړي چې دهیواد اقتصاد پخپلو پښو ودروي.

ایي ایم سره د شوؤ شرطونو په اساس به صوبې هم قامي مالیاتي کمیشن ته د ۱۳ؤ کهربو روپو بیرته دستنولو پابند وي.

ایي ایم ایف وایي پاکستان ورسره ژمنه کړې چې دټیکسونو دلارې به راتلونکو پینځوؤ کالو کې دخپلو ټیکسونو پیسې ۱۰۰کهربو اؤ ۵۰اربو ته رسوي.

ایي ایم ایف وایي پاکستان باندې تر ټولو زیات پورونه دچین دي چې ۲۱ اربو،۳۵کروړو اؤ۹۰ لکو ډالرو ته رسیږي.

په دې راپور کې څرګنده کړل شوې چې پاکستان باندې ټول ۸۵اربه،۴۸کروړه اؤ۲۰لکه ډالر بهرني پورونه دي.

اؤ د ایي ایم ایف دپروګرام تر پائ پاکستان ته په دغو پورونو کې ۳۷رابه،۳۵کروړه اؤ۹۰لکه ډالر بیرته ستنول دي.

ډان ورځپاڼې لیکلي چې حکومت دکال۲۰۲۰م د ستمبر دمیاشتې پورې د اوو دولتي ادارو شخصي څانګې ته په ورکولو هم خوښي ښودلې ده اؤ یوه بشپړه لار یې ټاکلې چې کومې ادارې به شخصي کولی اؤ کومې به فعالولی اؤ‌ غوره کولی شي؟.

پاکستاني چارواکي په دې خبره هم صلاح شوي چې خلکو ته د دارو درملو اؤ خوراکي توکو دپلورنې اؤ اخستې په مد کې پرېښودل شوی پیسې به هم ډیر زر بیرته اخستل کیږي.

دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه هم تیره میاشت یوې دستورې ته خپله وینا کې دحکومت د سختو پرېکړو ملاتړ کړی ؤ اؤ ویلي یې وؤ چې دهیواد دبقاء دپاره اقتصادي پراختیا اړینه ده

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG