لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دوحه کې دامریکا اؤ طالبانو ترمینځ دسولې خبرې بیا پیل شوي


په قطر کې دطالبانو اؤ افغان سیاسي اؤ مدني شخصیتونو ترمینځ د دوؤ ورځېنو خبرو وروسته نن سه شنبه په دوحه کې یو ځل بیا دطالبانو اؤ امریکایي استازي زلمي خلیلزاد ترمینځ دسولې خبرې اترې پیل شوي دي

افغانستان کې دسولې دپاره دامریکا استازي زلمي خلیلزاد وایي په قطر کې دافغان مشرانو اؤ طالبانو ترمینځ ترسره شوؤ خبرو باندې خوښي ښودلې ده اؤ ویلي یې دي “ زه ټولو ګډونوالو، د افغاني ټولنې د ټولو نسلونو استازو، لوړ پوړو حکومتي چارواکو او طالبانو ته د ګډ تفاهم موندلو مبارکي وایم”

د سه شنبې په ورځ په ټوئټر زلمي خلیلزاد لیکلي دغه خبرې اترې د افغانانو د څلوېښت کلنې جګړې او ناوړه کړاونو د پائ ته رسولو لپاره د لا پرمختګ هیله وربخښي.

هغه وایي “مونږ به نن سهار د طالبانو سره د خپلو خبرو په بیا پیلولو سره په خپلو هڅو ټینګار وکړو”

دطالبانو اؤ امریکا ترمینځ دسولې دخبرو اووم پړاؤ دتیرې اوونۍ راهسې په قطر کې پیل شوی اؤ دواړه خواوې وایي چې د سولې په دې خبرو کې غوره پرمختګ شوی خو تراوسه مطبوعاتو ته ددې پرمختګ جذئیات نه دي پاتې شوي.

تر دې وړاندې زلمي خلیلزاد ویلي وؤ طالبانو سره یې د پینځوؤ ورځو په خبرو کې افغانستان کې په اوربند، بین الافغاني خبرو،دافغانستان دخاورې بیا دترهګرو دلاسونو نه دساتلو اؤ افغانستان څخه دبهرنیو ځواکونو د وتلو په مهال ویش مزاکرات کړي.

خو زلمي خلیلزاد ویلي چې طالبانو سره یو غوڅ تړون ته رسیدلو کې لا هم ډير کار پاتې دی.

دغو مزاکراتو نه خبر سرچینې وایي چې دسولې خبرو کې امریکا زیات ټینګار په دې خبره کوي چې طالبان باید سمدستي افغانستان کې اوربند وکړي اؤ افغان دولت سره خبرو ته کښیني خو طالبان دریځ لري چې وړومبی باید امریکا مهال ویش اعلان کړي چې بهرني ځواکونه به دیو نیم کال په موده کې له افغانستان څخه په بشپړ ډول وباسي.

سرچینې وایي خبرو اترو کې دافغانستان په سیاست کې دطالبانو په راتلونکي یا مستقبل هم جنجالي بحثونه شوي خو طالبان اؤ امریکا دواړو له په دغه اړوند مطبوعاتو ته څه نه دي ویلي.

تر دې یوه ورځ وړاندې د قطر پایه تخت دوحه کې په بېن الافغاني خبرو اترو کې د برخه اخستو وروستو په یو ګډه اعلامیه کې ټولو اړخونو په دې اتفاق کړی چې د افغان مسلې حل به د سولې خبرو اترو د لارې را وباسي.

د اتوار او ګل په ورځ شوو بین الافغاني خبرو اترو وروستو په خپره شوې ګډه اعلامیه کې ویل شوي، د دوحه په غونډه کې برخه اخستونکې په دوحه کې د روانو خبرو اترو پوره مرسته کوي او زیاتوي دوي فکر کوي چې د مذاکراتو موثرې نتیجې به د افغانستان لپاره ګټه ورې ثابتې شي.

ه اعلامیه کې ویل شوي چې د افغانستان ګاونډې او سیمه اییزو هیوادونو ته به ددغه هیواد دننه چارو کې د څه قسمه لاسوهنې اجازت نه ورکوي.

په اعلامیه کې د افغانستان نه د نړیوال ځواکونو د وتلو په اړه څه نه دي ویل شوي کومه چې د طالبانو لویه غوښتنه ده او نه په اعلامیه کې د ډزبندۍ په حقله څه ویل شوي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG