لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مایک پېنس: ایران دې د امریکا له زغم څخه ناوړه ګټه نه اخلي


واشنګټن: ایران وايي، دوی به د ۲۰۱۵ کال له اټومي تړون څخه چې امریکا ورڅخه تېر کال وتلې ده ووځي.

دې خبرې د امریکا د ولسمشر مرستیال مایک پېنس سخت ګواښونو راپارولي.

"ایران باید د امریکا له زغم څخه ناوړه کار وا نه خلي. مونږ د ښو هیله لرو خو امریکا او زمونږ پوځ په سیمه کې زمونږ د خلکو او وګړو د ګټو ژغورلو لپاره چمتو دي. مونږ به د ایران د ناوړه اغیز په وړاندې خپل مخالفت ته دوام ورکړو. مونږ به د ایران په اقتصاد باندې فشار راوړو او د ولسمشر ډانلډ ټرمپ د واک لاندې به امریکا هېڅکله ایران دې ته پرې نږدي چې اټومي وسلې ترلاسه کړي."

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټن تهران ته ورته ګواښونه کړي.

"مونږ به د ایران پر رژیم تر هغو پورې فشارونه زیاتوو تر څو دوی خپل د اټومي وسلو پروګرام بند کړي، په منځني ختیځ کې له خپلو ورنکارو کارونو او په نړۍ کې د ترهګرۍ له ملاتړ څخه لاس واخلي."

د ایران یو جګ پوړي پوځي چارواکي د ګل یا دوشنبې په ورځ وویل، ایران له هېڅ کوم هېواد سره جګړه نه غواړي خو ایران د اټومي تړون له نورو غاړو څخه غواړي چې په ایران باندې د امریکا لخوا لګول شویو اقتصادي بندیزونو ته د حل یوه لاره ومومي.

پدغو بندیزونو کې امریکا د ایران د تېلو په صادراتو باندې هم بندیزونه لګولي د کوم له امله چې د ایران اقتصاد له ډېرو ستونزو سره مخ دی.

اروپايي ټولنې او روسیې د ایران د یورانیمو د غني کولو په اړه اندېښه ښودلې ده خو روسیې په ورته وخت کې امریکا هم ګرم ګڼلې چې تېر کال د ایران له اټومي تړون څخه ووتله.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG