لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

سپينې ماڼۍ لا هم د عمران خان د واشنګټن د سفر پخلی نه دی کړی


د امریکې د بهرنيو چارو وزارت د عمران خان د واشنګټن د سفر په رسمي ډول پخلی نه دی کړی او ويلي يې دي د سپينې ماڼۍ څخه به په دغه اړوند پخلی کوي.

د بهرنیو چارو د وزارت وياندې مورګن اورټاګس نه د خبري غونډې په مهال د پاکستان د وزیراعظم عمران خان د امریکې د سفر په اړوند پوښتنه شوې ده.

اورټاګس ورته په ځواب کې ويلي، د هغې په علم کې دغه خبره نشته، تراوسه پورې سپینې ماڼۍ د دې پخلی نه دی کړی او ويلي يې دي هغې هم دغه ډول رپوټونه لوستي دي.

خو هغې ويلي په دغه اړوند به د سپینې ماڼۍ څخه د عمران خان د سفر پخلی کوي خو د بهرنیو وزارت يې په رسمي ډول کوم اعلان نه دی کړی.

تېره اوونۍ د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي ؤ وزیراعظم عمران خان به د جولايي په ٢٢ نېټه د امریکې سفر او د صدر ډانلډ ټرمپ سره په واشنګټن کې ملاقات کوي.

د پاکستان د خارجه وزارت ترجمان محمد فیصل د معمول خبري غونډې ته په وېنا کې ويلي ؤ چې عمران خان امریکې ته دغه سفر د صدر ټرمپ په بلنه کوي.

فیصل ويلي ؤ د صدر ټرمپ سره د عمران خان د خبرو موضوعاتو ته حتمي شکل ورکولو دپاره د دواړو ملکونو سفارتکاران د یو بل سره په رابطه کې دي خو د دوی د بحث توجه به د دواړو ملکونو "دوه اړخیزه تعلقات راتازه" کولو ته وي.

XS
SM
MD
LG