لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نیمه پائ سیالي:دهند روهیت شرما، ویرات کوهلي اؤ لوکیس راهل په یوه،یوه منډه سوځېدلي


تیره ورځ دباران له امله ځنډیدلې دکرکپ دنړیوال جام د نیمه پائ سیالۍ کې نیوزي لینډ هند ته دګټې دپاره د۲۴۰ منډو هدف ورکړی خو دتوپ وهنې په مهال د هند درې لوبغاړي یوازې په پینځوؤ منډو جوړولو سوځېدلي دي.

دمانچسټر په اولډ ټریفورډ لوبغالي کې دنیمه پائی دغه سیالي تیره ورځ دباران له امله ځنډول شوې وه خو په دویمه ورځ نیوي لینډ خپله نیمګړې لوبه بیا پیل کړې ده.

دتیرې ورځې دلوبې په څېر په تازه لوبه کې هم هندي ټوپ ویشتونکو یا باولرانو دنیوزي لینډ لوبغاړي په خلاص مټ منډو جوړولو ته نه دي پرېښي‌اؤ ټوله لوبډله یې په ټاکل شوؤ ۵۰ اووونو کې د اتوؤ لوبغاړو په تاوان په ۲۳۹منډو سوځولې ده.

دنیوزي لینډ له اړخه ترټولو زیاتې منډې ۷۴ راس ټيلر جوړې کړي اؤ په نورو لوبغاړو کې کین ولیمسن ۶۷ اؤ هینري نکلس ۲۸ ځلانده منډې جوړې کړي دي.

دهند له لوري بهونیشور کمار درې لوبغاړي اؤ جسپریت،جمبرا،هاردک پانډیا،رویندرا جادیجا اؤ یوزویندر یو،یو لوبغاړی سوځولی دی.

په دې سیالۍ کې دهندي لوبډلې مهم توپ وهونکي روهیت شرما، ویرات کوهلي اؤ لوکیس راهل یوازې په یوه،یوه منډه جوړولو سوځيدلي دي.

دنیمه پائ دسیالۍ په وړومبۍ ورځ د نیوزي لینډ کپتان کین ولیمسن اؤ دهغه نورو لوبغاړو ملګرو په محتاطه توګه منډې جوړولې چې دمنډو شمیره یې ډيره کمه پاتې شوې وه

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG