لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټرمپ: امریکا ته د برتانیې سفیر لیونی او احمق دی


واشنګټن: د امریکا او برتانیې ترمنځ ډپلوماټیکه شخړه وروسته له هاغې رامنځ ته شوه کله چې په واشنګټن کې د برتانیې د سفیر کېم دوروچ لخوا لندن ته لېږل شوي پټ راپورونه رسوا شول.

په دغو راپورونو کې هغه د ټرمپ سپینه ماڼۍ بې کاره، ناپوهه او بې باوره ګڼلې او ټرمپ په چټکۍ سره په غبرګون کې ویلي، چې مونږ نور له هغه سره کار نه کوو.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د نهې یا سې شنبې په ورځ وویل، په واشنګټن کې د برتانیې له سفارت سره د هغوي په راکړه ورکړه کې بدلون نه دی راغلی.

د امریکا دبهرنیو چارو د وزارت ویانده مورګن اورټېګس وايي:

"مونږ به په سفارت کې له ټولو باوري کسانو سره خپل کار ته دوام ورکړو تر هغو چې د سپينې ماڼۍ او ولسمشر لخوا کومه بله لارښونه وشي او که داسې وشي نو له شک پرته چې دوی به بیا د ولسمشر له لارښونې سره سم کار کوي."

د برتانیې سفیر دوروچ د سپینې مانۍ د نهې یا سې شنبې د ورځې له پلان شوې لیدنې څخه وروسته له هاغې تېر شو کله چې ټرمپ په خپلو نویو ټویټونو کې هغه یو لیونی او احمق انسان وباله.

په واشنګټن کې د برتانیې سفیر کېم دوروچ
په واشنګټن کې د برتانیې سفیر کېم دوروچ

ټرمپ دا هم ویلي، چې لومړۍ وزیره تېرېسا مې ښايي له اروپا څخه د برتانیې د وتلو یا برکزیټ مسله په احماقانه توګه پرمخ یوسي.

د برتانیې د بهرنیو چارو وزیر جیرمي هنټ چې د تلونکې لومړۍ وزیرې د څوکۍ لپاره یو له کاندیدانو څخه دی په امریکا غږ کړی چې له درناوي څخه دې کار واخلي.

"ما دا څرګنده کړه چې د امریکا د ادارې او له دغې ادارې سره د اړیکو په برخه کې د سفیر له ارزونو سره یو ډول نظر نه لرم خو د هغه له دې حق څخه هم دفاع کوم چې داسې سپینې ارزونې یې کړي او دا ډېره مهمه ده چې زمونږ ډپلوماټان په ګرده نړۍ کې په دې وتوانېږي چې همداسې وکړي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دغه ډپلوماټیکه شخړه به د امریکا او برتانیې ترمنځ اړیکو باندې اغیز و نه کړي.

د بهرنیو چارو د وزارت ویانده مورګن اورټېګس وايي:

"مونږ له برتانیې سره ډېرې ځانګړې او سټراټیژيکې اړیکې لرو چې د اوږده وخت راهیسې پرمخ روانې دي او دا د هر کس او هر حکومت څخه سترې دي. دا په تېرو وختونو کې هم ازمویل شوي او بیا به هم داسې وشي."

تمه ده برتانیه به په راتلونکو اونیو کې خپل نوی لومړی وزیر وټاکي او ټرمپ دا دغه هېواد ته یو ښه خبر ګڼلی.

د برتانیې نوی سیاسي رهبر به واشنګټن ته خپل نوی سفیر واستوي.

په ورته وخت کې ددغو ډپلوماتیکو پټو راپورونو د رسوا کونکي د پېژندلو لپاره هلې ځلې روانې دي تر څو د داسې نورو ډپلوماټیکو شرمونکو راپورونو له خپرېدو کېدو څخه مخنیوی وشي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG