لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اشرف غني:دسولې یوازینۍ لاره داده چې طالبان افغان دولت سره نېغ په نېغه خبرو ته کښيني


په قطر کې طالبانو سره له دوه ورځنېو خبرو وروسته افغان لوري تیره ورځ دافغانستان ولسمشر ښاغلي اشرف غني سره لیدلي اؤ هغه ته یې ډاډ ورکړی چې دغه ناسته به د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې مخامخ مذاکراتو د پیل ګام واوسي.

دافغانستان دصدارتي ماڼۍ دبیان له مخې په دغه کتنه کې چې په ارګ وشوه، یاد پلاوي قطر ته د خپل سفر او د یادې ناستې په اړه ولسمشر ته معلومات ورکړل او وې ویل، په دغې ناسته کې پر ملي یووالي، نویو ارزښتونو، د تېرو ۱۸ کلونو د لاسته راوړنو او پرمختګونو پر ساتنې د نظر تبادله وشوه.

دبیان له مخې افغان لوري سره په خبرو کې ولسمشر غني ویلي ستاسې ګډون یو ښه پیل وو او په خپلې استازولۍ مو له طالب لوري سره د افغان ملت برحقه غوښتنه مطرح کړه

روانه اوونۍ په قطر کې دطالبانو اؤ افغان سیاسي اؤ مدني مشرانو ترمینځ دوه ورځنۍ ناسته کې که هرڅو طالبانو افغان دولت سره مخامخ خبرو یا اوربند ته څه رقم امادګي نه ده ښودلي خو اشرف غني ویلي د سولې د پرمختګ په برخه کې یواځینۍ معقوله لار دا ده چې طالبان په مستقیم ډول له افغان حکومت سره خبرو ته کېني.

هغه زیاته کړه موږ مذاکراتو ته بشپړ چمتووالی لرو او سره له دې چې ستاسې پریکړه لیک اجباري نه دی، خو د افغانستان حکومت ورته درناوی لري

هغه افغان ډلې ته واضحه کړه چې د معمول سره سم په مذاکراتو کې سخت او بحث پارونکي مسایل مطرح کېږي، خو د افغانستان حکومت به پایداره سولې او ثبات ته د رسېدو په خاطر خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

اوړمه ورځ د قطر پایه تخت دوحه کې په بېن الافغاني خبرو اترو کې د برخه اخستو وروستو په یو ګډه اعلامیه کې ټولو اړخونو په دې اتفاق کړی ؤ چې د افغان مسلې حل به د سولې خبرو اترو د لارې را وباسي.

په دغه اعلامیه کې د افغانانو ترمنځ د سولې د خبرو اترو ذکر شوی ؤ خو د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو څه ښکاره خبره پکې نه وه شوې

خو دطالبانو ویاند سهیل شاهین تیره اوونۍ پخپله یوه مرکه کې واضحه کړې وه چې امریکا سره دنړیوالو شاهدانو په موجودیت کې کله دسولې یو غوڅ تړون اعلان کړي دهغې وروسته بیا افغان دولت سره خبرو ته کښېناستی شي

XS
SM
MD
LG