لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان وایي امریکا سره یې اړیکو کې سوړوالی په ختمېدو دی


دپاکستان د بهرنیو چارو ددفتر ویاند ښاغلي ډاکټر محمد فیصل ویلي دامریکا سره غوره اړیکې دپاکستان په ګټه دي اؤ اوس د دواړو هیوادونو اړیکو کې سوړوالی په ختمیدو دی.

وائس اف امریکه ډیوه سره د زیارت په ورځ ځانګړو خبرو کې ډاکټر فیصل ویلي دامریکایي صدر ډانلډ ټرمپ په بلنه وزیراعظم عمران خان واشنګټن ته په ۲۱مه جولایي سفر کوي اؤ په دې سفر کې به امریکایي چارواکو سره خبرو کې ځانګړی پام اړونده اړیکو ته ګرځولی شي.

هغه وویل واشنګټن ته دعمران خان په سفر کې به د سیمې اؤ افغانستان په وضعیت هم خبرې اترې کیږي خو خانګړې نکته به یې دوه اړخیزه اړېکې وي.

دیوې پوښتنې په ځواب کې دبهرنیو چارو ددفتر ویاند وویل پاکستان د افغانانو په مشرۍ دسولې دپروسې ملاتړ کوي اؤ په قطر کې افغان سولې دپاره خبرې اترې هم روانې دي چې پاکستان پکې له خپل لوري اسانۍ برابرې کړي دي.

نوموړي وویل پاکستان غواړي افغانستان کې زر ترزره روانه جګړه پائ ته ورسیږي اؤ په دغه هیواد کې امن ټینګ شي.

تیره ورځ دامریکا سپینې ماڼۍ هم پخپل یو بیان کې ویلي وؤ چې امریکې ته د عمران خان د دې سفر موخه به "د پاکستان او امریکې ترمنځ د همکاریو پیاوړي کول او پاکستان ته د سولې راوستل" وي.

د بیان ترمخې، صدر ټرمپ به له وزیراعظم عمران خان سره ملاقات ولري او دواړه مشران به "د ترهګرۍ خلاف پر مبارزې، دفاعي چارو، انرجۍ، او تجارت" بحث وکړي.

ه څه هم دسپینې ماڼۍ په بیان کې د افغانستان نوم نه دی اخستل شوی، خو دا ویل شوي چې د خبرو هدف به "یوې سوله ییزې جنوبي آسیا ته د شرایطو برابرول" وي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG