لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ننګرهار:د واده په مراسمو ځانمرګي برید کې پینځه کسان وژل شوي،۴۰ژوبل


دپاکستان سره په پوله پروت دافغانستان ختیز ولایت ننګرهار کې د یو واده په مراسمو ځانمرګي برید شوی چې پکې دیو ځاي مشر ملک تور په ګډون پینځه کسان وژل شوي اؤ تر۴۰ؤ زیات نور ټپيان شوي دي.

دننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوګياڼي بیلابیلو رسینو ته ویلي چې دا برید دجمعې په سحر پچیر اګام ولسوالۍ کې د ځایي پاڅونوالو دمشر ملک تور د وراره محمد رحیم د واده په مراسمو کې یو ماشوم هلک هغه مهال کړی چې په ګڼ شمیر میلمانه یو ځائ ته راټول شوي وؤ.

هغه منلې چې په دې ځانمرګي برید کې پخپله ملک تور اؤ نور کسان وژل شوي اؤ تر۴۰ؤ زیات ټپيان شوي چې دعلاج دپاره روغتونونو ته رسول شوي دي.

دپېښې نه وروسته په ګڼ شمیر کې امنیتي ځواکونه د پېښې ځائ ته رسیدلي اؤ سیمه یې پخپله ولکه کې اخستې ده .

تر اوسه ددې ځانمرګي برید مسولیت هیڅ یوې ډلې په غاړه نه دی اخستی.

دپچیر اګام ولسوال حضرت خان خاکسار رسنیو ته ویلي ملک تور په دې سیمه کې دحکومت پلوه پاڅونوالو مشري پغاړه لرله اؤ ځانمرګي دهغه ترڅنګ ځان الوځولی دی.

سرچینې وایي په پېښه کې د ژوبل شوؤ کسانو کې هم دګڼو حالت مرګونی دی چې له دې امله د مړو شمیر کې د اضافې اندېښنې شته.

تر دې وړاندې د روان کال د مارچ په میاشت کې ننګرهار کې په یو رغنیز شرکت د وسله والو ډله ییز برید کې ددغه شرکت ۱۶ کارکوونکي اؤ پینځه ځانمرګي برید ګر وژل شوي وؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG