لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سوداګرو د تحریک انصاف د حکومت لخوا د لګول شوؤ نوؤ ټېکسونو پرضد په ملکي کچه کاربنديز کړی


د پاکستان په غټو وړو ښارونو کې سوداګرو د تحریک انصاف د حکومت لخوا په بوديجه يا بجټ کې د لګول شوؤ نوؤ ټېکسونو پرضد کاربنديز کړی هر ډول کاروبارونه يې تړلي دی.

د خېبرپښتونخوا د مرکزي ښار پېښور، تر مردان او د سوات او ډېره اسماعيل خان پورې سوداګرو کاربنديز کړی او بازارونه په بشپړ ډول تړلي پراته دي.

د بلوچستان صوبې په مرکزي ښار کوټه کې هم بازارونه تړلي او سوداګرو او عامو خلکو احتجاجي مظاهره هم کړې ده.

د اسلام اباد، راولپنډۍ، ملتان او لاهور ترڅنګ په کراچۍ او حېدر اباد کې ګڼو سوداګر اتحاديو احتجاجا کاروبارونه تړلي دي.

سوداګر اتحاديو ویلي دوي به د حکومت پرضد احتجاج او کاربنديز ته دوام ورکوي څو پورې چې حکومت نوي لګولي ټېکسونه بيرته نه وي اخیستي.

په لاهور کې د ګڼو سوداګر اتحاديو مشر نعيم میر رسنیو سره په خبرو کې ویلي، دوي به تر هغې پورې د حکومت سره خبرې ونه کړي څو پورې چې د لګولو شوؤ ټېکسونو فېصله بيرته نه وي اخيستل شوي.

په کراچۍ کې هم سوداګر اتحاديو د کاربنديز اعلان کړی خو ځینو سوداګرو يې د ملاتړ کولو نه دي ويلي.

په وروستیو کې د کراچۍ سوداګرو د حکومتي ټېکسونو پرضد د درې ورځو د کاربنديز اعلان کړی خو د ګورنر سيند سره د خبرو وروسته دوي دغه فېصله واپس اخيستې وه.

سوداګرو ويلي ؤ ګورنر سيند عمران اسماعيل چې د تحریک انصاف ګوند سره تعلق لري هغه ورته باور ورکړی چې شکايتونه به يې د وزیراعظم عمران خان سره شريک کړي.

وروسته وزيراعظم عمران خان د کراچۍ سفر کړی او د سوداګرو سره يې ليدلي خو د سوداګرو په وېنا وزیراعظم يې ټول شکايتونه نه دي اورېدلي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG