لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغانستان کې دامریکا یو بل پوځي وژل شوی دی


ددې پېښې سره سږکال افغانستان کې د وژل شوؤ امریکایي پوځیانو شمیره ۱۰ؤ ته رسیدلې ده، تیره میاشت هم دطالبانو یو برید کې دوه امریکایي پوځيان وژل شوي وؤ .

نړیواله خبري شبکه روئټرز وایي ناټو افغانستان کې د خپل پوځي د وژنې پخلی کړی خو نه یې ده په ډاګه کړې چې دا پوځي چرته اؤ څنګه وژل شوی دی.

تر اوسه هیڅ یوې وسله والې ډلې هم ددې پوځي د وژنې پړه پغاړه نه ده اخستې .

ددې پېښې سره سږکال افغانستان کې د وژل شوؤ امریکایي پوځیانو شمیره ۱۰ؤ ته رسیدلې ده، تیره میاشت هم دطالبانو یو برید کې دوه امریکایي پوځيان وژل شوي وؤ .

تر دې وړاندې تیرکال دافغانستان بیلابیلو سیمو کې د نښتو اؤ بریدونو به مهال ۱۲ امریکایي عسکر وژل شوي وؤ.

افغانستان کې په دې وروستیو کې په افغان اؤ امریکایي ځواکونو دطالبانو دبریدونو لړۍ په داسې حال کې چټک شوې چې په قطر کې دامریکې اؤ طالبانو ترمینځ دسولې دخبرو اووه پړاوؤنه سرته رسیدلي دي، اؤ دواړه خواوې دعوه کوي چې په دغو خبرو کې یې دسولې په لور زیات پرمختګ کړی.

امریکا دسولې خبرو کې‌ په طالبانو ټینګار کوي چې افغان دولت سره باید دسولې خبرو ته کښیني اؤ‌ اوربند اعلان کړي خو طالبان وایي دغه هرڅه به هله کوي چې امریکا افغانستان څخه دبهرنیو ځواکونو د وتلو مهال ویش اعلان کړي

XS
SM
MD
LG