لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

بغلان:دپولیسو په ګاډي بمي برید کې پینځه افغان سرتیري وژل شوي


چارواکي وایي دغه پېښه دخالي په ورځ دافغانستان دبغلان ولایت ګزرګاه نور ولسوالۍ کې رامینځته شوې چې پکې پینځه پولیس ووژل شو‌ي دي .

دافغانستان طلوع ټیلي ویژن داتوار په ورځ دبغلان ولایت دپولیسو دمشر له خولې ویلي چې دپولیسو ګاډي په سیمه کې ګزمه کوله چې په ګزرګاه نور ولسوالۍ کې دسړک په غاړه د وړاندې نه اېښودل شوی مائن پرې وچاودیدلو .

تراوسه دطالبانو په ګډون هیڅ یوې وسله والې ډلې ددې برید پړه نه ده قبوله کړې .

په دې وروستیو کې دافغانستان دننه په افغان امنیتي سرتیرو دبریدونو لړۍ په داسې حال کې چټک شوې چې امریکا په قطر کې طالبانو سره دسولې په خبرو بوخته ده.

دطالبانو اؤ امریکا ترمینځ دسولې دخبرو اووه پړاوونه سرته رسیدلي خو ددغو خبرو باوجود طالبان افغان دولت سره د سولې دخبرو پیل کولو اؤ اوربند نه انکار کوي.

طالبانو دریځ خپل کړی چې اوربند به وروسته له هغې کوي چې دنړیوالو شاهدانو په موجودیت کې امریکا افغانستان څخه دخپلو ځواکونو د ویستلو مهال ویش اعلان کړي.

خو افغانستان کې دسولې دپاره دامریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي چې طالبانو سره دسولې یو غوڅ تړون ته رسیدلو دپاره لا هم ډير کار په سر پاتې دی.

طالبان اؤ امریکا دواړه دا دعوه هم کوي چې دقطر په خبرو کې دسولې په اړوند زیات پرمختګونه شوي اؤ راتلونکي کې به نور جنجالي موضوعات هم فیصله شي.

XS
SM
MD
LG