لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په خېبرپښتونخوا کې د پوليو ضد ځانګړی کمپاين کيږي


د پوليو ضد پروګرام دپاره د وزيراعظم مرستيال بابر بن عطا ويلي، نن د ګل د ورځې ۱۵ جولايۍ څخه تر ۱۸ جولايۍ پورې د خېبرپښتونخوا په مردان، ملاکنډ او هزاره ډويژنو کې کمپاين پېل کولی شي.

بابر بن عطا په ټويټر ويلي په دې کمپاين کې به شپږ لاکه ماشومانو ته د پوليو ضد قطرې ورکولی شي.

هغه ويلي د دې کمپاين هدف په ميندو پلارانو د فشار اچولو پرته ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکو ورکولو ته رضا کول دي.

عطا ويلي په کمپاين کې به د هزاره ډويژن په تور غر، کوهستان بر او کوز ، بټګرام، مانسهره، هري پور ضلعو، د ملاکنډ ډويژن په په شانګله، سوات او بونېر، او د مردان ډويژن په صوابۍ ضلع کې د پوليو پرضد څاڅکي ورکولی شي.

د نوموړي په وېنا په ځينو ضلعو کې به ټولو او په ځینو کې به په مخصوصو يونين کونسلو کې کمپاين چلولی شي.

دا کمپاين په داسې حال کې کيږي چې پرون د اتوار، يکشنبې په ورځ د پوليو څلور نورې پېښې مخې ته راغلي دي.

د تازه څلورو پېښو سره په پاکستان کې روان کال د پوليو د کېسونو شمېره ۴۵ ته رسېدلې ده.

په تازه څلورو پېښو کې دوه د خېبرپښتونخوا صوبې په لکي مروت او بنو، او دوه نورې د پنجاب صوبې په لاهور او جهلم کې رپوټ شوي دي.

پاکستان کې تراوسه پورې د پوليو په رپوټ شوؤ پېښو کې تر ټولو سېوا په خېبرپښتونخوا او قبايلي ضلعو کې مخې ته راغلي دي.

په رپوټ شوؤ پېښو کې ۲۷ په خېبرپښتونخوا چې زياتې يې په بنو کې مخې ته راغلي او په قبايلي ضلعو کې د پوليو پېښو شمېره اته ده.

XS
SM
MD
LG