لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي وزيرستان: په شکۍ کې د بدامنۍ پرضد ځايي خلکو احتجاج کړی


د قبايلي ضلعې جنوبي وزیرستان په شکۍ تحصيل کې ځايي خلک راټول شوي او په علاقه کې د روانې بدامنۍ پرضد يې احتجاجي مظاهره کړې ده.

د شکۍ تحصيل اوسېدونکي وايي په علاقه کې د تېرو څو مياشتو راهسې روانه بدامني چې د ځايي خلکو ترمنځ پکې نښتې روانې دي يوه مياشت وشوه چې اوس پکې غټې وسلې کارول کيږي، د نورو خلکو ژوند يې په ټپه ودرولی دی.

په شکۍ کې د روانې بدامنۍ پرضد په احتجاج کوونکو کې يو تن خواجه احمد وي او ای ډيوه سره په خبرو کې ويلي، دلته ځوانان په مورچو کې ناست دي او د یو بل پرضد درنې وسلې کاروي.

نوموړی وايي دلته انتظاميه موجوده ده او دا قبايلي ضلعې اوس په صوبه کې شاملې شوي عدالتونه شته او امنيتي ادارې هم موجودې دي خو د دغو حالاتو ننداره کوي نه چې د هوارولو هڅه یې وکړي.

هغه وويل په علاقه کې د دغې بدامنۍ له امله سکولونه، کالجونه او هر ډول کاروبارونه تړلي پراته دي عادي ژوند په ټپه ولاړ دی او په علاقه کې انتخابي کمپاين هم ودرول شوی دی.

يو بل تن ډاکټر ممتاز احتجاج کوونکو ته په وېنا کې ادعا کړې چې په علاقه کې دغه حالات د يو پلان لاندې جوړ کړی شوي دي او که داسې نه وی نن به دغلته د ځايي انتظامي، پوځ او نور چارواکي موجود وو دا مسله به يې هواره کړې وه.

په ياد احتجاج کې د سيمې سره تعلق لرونکو د سکول ماشومانو او په ګڼ شمېر کې ټولو خلکو ګډون کړی دی.

احتجاج کوونکو غوښتنه کړې چې په جنوبي وزیرستان کې اول او بيا په شمالي وزيرستان کې د هر ډول بدامنۍ پرضد عمليات شوي او دغلته په بشپړ ډول د امن ادعاوې شوي خو بدامني بيا هم رامنځته کیږي.

جنوبي او شمالي وزيرستان د افغانستان سره په پوله پرتې جوختې قبايلي ضلعې دي.

شکۍ د جنوبي وزیرستان د مرکز واڼه څخه لس کلوميټره شمال ته پرته علاقه ده او دلته په لمړي ځل په کال ۲۰۰۴ وسله والو طالبانو د پوځ يوه امن لوظنامه لاسليک کړې وه.

خو له دغې لوظنامې وروسته د شکۍ نه علاوه د جنوبي وزيرستان په سروکۍ، تيارزه او لدهه تحصيلونو کې پوځ د تندلارو وسله والو پرضد عمليات کړي او په علاقه کې يې د امن راوستو ادعاوې کړې وې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG