لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

م م: په نړۍ کې شل میلیونه ماشومان واکسین شوي نه دي


واشنګټن: د ملګروملتونو دوو مخکښو ادارو راپور ورکړی چې په نړۍ کې نږدې شل میلیونه ماشومانو ته په ۲۰۱۸ کال کې د وژونکو ناروغیو لکه شري، ډیفټیریا او ټیټانوس واکسین نه دی ورکړل شوی.

په خبر کې راغلي دي، چې په نړۍ کې د واکسین ورکولو کچه ۸۶ فیصده ده چې دا شمېره زیاته ده خو د روغتیا د نړیوالې ادارې یا ډبلیو اچ او په وینا کافي زیاته نه ده.

یاده اداره وايي، د واکسین پواسطه د مخنیوي وړ ناورغیو د نه خپرېدو لپاره باید د واکسین ورکولو دغه اندازه ۹۵ فیصدو ته لوړه کړای شي.

خبر زیاتوي، کچېرې د واکسین د پوښښ کچه له ۹۵ فیصده څخه ښکته وي نو یو شمېر ناروغۍ په چټکۍ سره خپرېږي د بیلګې په توګه تېر کال په نړۍ کې د شري ۳۵۰۰۰ پېښو راپور ورکړل شوی وو چې دا شمېره له ۲۰۱۷ کال څخه پورته ده.

په ډبلیو اچ او کې د واکسین د څانګې مشره کېټي براین خبرداری ورکړی چې د شري پېښې نه یواځې خپرې شوې دي بلکه لا پسې په زیاتېدو دي.

هغې دا ومنله چې ځینې ستونزې د شري د واکسین په اړه د ناسمو او غلطو معلوماتو له امله دي خو اصلي ستونزه ددغې ناروغۍ په وړاندې د واکسین د پوښښ کموالی دی.

هغې دا هم وویل، چې زیاتره غیر واکسین شوي ماشومان په غریبو هېوادونو کې ژوند کوي په ځانګړې توګه جګړه ځپلو سیمو او هېوادونو کې.

هغې دا هم وویل، چۍ تر نيمايي زیاتې پېښې په ۱۶ هېوادونو کې دي چې لس یې په افریقا کې دي.

د ډبلیو اچ او په راپور کې دا هم راغلي دي چې په نایجریا، هندوستان او پاکستان کې د واکسین ورکولو اندازه کمه ده خو په نورو ټولو سیمو کې د تېرو کلونو په پرتله زیاته شوې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG