لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان خپل فضايي حدود پرانستل


Pakistan Air space disruptions

پاکستان روان کال د فرورۍ په مياشت کې د هند سره د کړکېچ جوړېدو وروسته خپل ټول تړلي فضايي حدود بيرته پرانستل او د پاکستان د هوابازۍ ادارې يې په رسمي ډول پخلی کړی دی.

د سېول اېوي اېشن چارواکو ويلي د پاکستان فضايي حدود په خپل ټاکلي وخت په بشپړ ډول خلاص کړی شوي دي.

د پاکستان ياد فضايي حدود به نړيوالو پروازونو کارول او د ياد فضايي حدودو د بندېز له امله ټول نړيواله پروازونه اغېزمن شوي وو.

د يادې هوايي لارې د بندېز له امله الوتکو ته د زیات وخت او زیاتو تېلو خرڅ کول ور په غاړه شوي وو.

د پاکستان او هند ترمنځ د فرورۍ په مياشت کې په هندي کشمير کې په هندي ځواکونو د بريد وروسته اړيکې خرابې شوې وې.

وروسته هند ادعا کړې وه د پاکستان د خېبرپښتونخوا صوبې په بالاکوټ کې يې د تندلارو پرضد د جنګي الوتکو د لارې عمليات کړي دي.

خو پاکستان دغه عمليات رد کړي او ويلي يې ؤ هندي الوتکو بمباري نه ده کړې او د هندي ادعا په دوېمه ورځ يې بيا د هند د جنګي الوتکې راغورځولو ويلي ؤ.

د يادو حالاتو جوړېدو وروسته بيا پاکستان خپل فضايي حدود تړلي وو.

XS
SM
MD
LG