لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

سپریم کورټ:دجج ویډيو کې مهم نومونه مخې ته راغلي خو محکمې ته ټول یو برابر دي


دپاکستان دسترې محکمې مشر قاضي اصف سعید کهوسه داحتساب محکمې د جج ارشد ملک د ويډیو په اړوند محکمې ته دشوؤ عریضو د اوریدنې په مهال ویلي په دغه ویډیو کې د مهمو خلکو نومونه مخې ته راغلي خو دمحکمې په وړاندې ټول یو برابر دي اؤ هیڅوک پکې مهم نشته.

دنهې په ورځ د اوریدنې به مهال د محکمې په مهال مشر قاضي ویلي ددې ویډيو رامخې ته کیدل یو غیرمعمولي پېښه ده خو پوښتنه داده چې ددې ویډیو ارزونه به څوک کوي اؤ څنګه به یې کوي؟

په شپرم دجولایي دپاکستان دپخواني وزیراعظم میا نوازشریف لور مریم نواز یو مطبوعاتي کانفرنس ته دوینا په مهال تور لګولی ؤ چې داحتساب محکمې جج نوازشریف ته دبل چا په فشار د بند سزا اورولې ده اؤ په دغه اړوند یې د نوموړي جج یوه ویډیو هم خپره کړې وه چې پکې هغه وایي دفشار په اساس یې نوازشریف ته دبند سزا اورولې ده.

خو وروسته بیا دغه جج پخپل یو بیان کې دمریم نواز تورونه رد کړل اؤ وئ ویل نوازشریف ته یې سزا دقانون په اساس اورولې اؤ دا چې هغه ته په دغه قضیه کې د رشوت وړاندیزونه هم شوي وؤ خو نه یې وؤ منلي.

مشر قاضي اصف سعید کهوسه ویلي هغه په داسې پېښو دعدل دنظام اغیزمن کیدلو خبره هیچا نه ده کړې ، که چرې دا دعدالت سپکاوی ګڼل ګیږي نو مطلب به یې دا وي چې په جج لګیدلی تور ناسم دی.

په دغه مهال محکمې ته دعریضه کوونکي اشتیاق مرزا وکیل منیر صادق خپلو دلائیلو کې ویلي چې په جج تور لګیدلی چې پرېکړه یې د چا په وینا اورولې ده ،جج تورونه نه دي منلي اؤ وایي چې د ویډیو بیلابیلې برخې خپلو کې پیوست کړل شوي دي. اؤ ددې ترڅنګ یې خپل حلفیه بیان کې د بلیک میلنګ جذئیات هم ورکړي دي.

منیر صادق زیاته کړې ده چې عدلیه سنګین تورونه د ولسي ګټو معامله ده، وزیراعظم،دلاهور هائیکورټ مشر قاضي اؤ سیاسي ګوندونو غوښتنه کړې چې باید ددې پېښې پلټنې عدلیه وکړي.

په دغه خبره د محکمې مشر قاضي ویلي چې بې پلوه خلک خپل کار پخپله کوي ،دخپله انده نوټس عدلیه اخلي اؤ که دا نوټس دچا په غوښتنه واخستل شي نو دخپله انده نوټس به پاتې نه شي.

سترې محکمې په دغه معامله د دلائیلو اوریدلو وروسته اټارني جنرل ته هم نوټس ورکړی اؤ له هغه یې وړاندیزونه غوښتي چې باید کومه لاره خپله کړل شي؟

د دوسیې بله اوریدنه په ۲۳م جولایي کیږي

XS
SM
MD
LG