لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

قرېشي: د طالبانو د سولې په خبرو کې مرستې د واشنګټن سره د اسلام اباد اړيکې ښې کړي


د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي ویلي، د افغانستان د سولې په لړ کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو جوړولو مرستې د واشنګټن سره د اسلام اباد اړیکې ښې کړي دي.

نوموړي دا خبره په داسې حال کې کړي چې په راتلونکو څو ورځو کې د پاکستان وزيراعظم عمران خان د واشنګټن خپل لومړی سفر کوي او په ۲۲ جولايي به د امریکا د صدر ډانلډ ټرمپ سره وويني.

په اسلام اباد کې د امریکې او پاکستان د اړيکو په اړوند راجوړې غونډې ته په وېنا کې قرېشي ويلي د پاکستان او امریکې اړيکې د لوړو ژورو سره مخ پاتې شوي خو که وکتی شي نو دا اړيکې په هر وخت کې د داړو هېوادونو په ګټه پاتې شوي دي.

هغه ويلي پاکستان د امریکې په خواست د طالبانو سره د خبرو کولو په لړ کې مهم رول ترسره کړی او دا رول ټولو فريقېنو منلی دی.

هغه زياته کړې د افغانستان په اړوند د پاکستان او امریکې پاليسي په يو مخ د راتلو سره د افغان شخړې هوارېدو هيله پېدا شوې ده.

د قرېشي په خبره، دوي په افغانستان کې د امریکا په لومړيتوبونو خبر دي او پاکستان د افغانستان د سیاسي حل لارې په پرېکړه د امریکا د صدر د دې ګام هرکلی کوي، ځکه چې دا د پاکستان د اوږدې مودې غوښتنه وه او پاکستان د يو شريک زمه وار په توګه د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو دپاره د سهولت کار رول ترسره کړی دی.

نوموړي زياته کړې د پاکستان دغه رول ټول فريقېنو منلی دی.

د امریکې او پاکستان د اړیکو په اړوند قرېشي ویلي چې کله عمران خان وزیراعظم جوړ شوی د دواړو هېوادونو اړيکې ورسره ښې شوي دي.

قرېشي ویلي پاکستان ګڼي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د رغونې او مرستې د پاليسي سره په سيمه کې د سولې او ثبات هدف ممکن دی چې په سيمه کې ترې خوشحالي راشي.

د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ د کال ۲۰۱۷م د اګست په مياشت کې د سویلي اسيا او افغانستان دپاره په خپله وړاندې کړې تګلاره کې په پاکستان سختې نيوکې کړې وې چې پاکستان په خپله خاوره حقاني شبکه او نورې ترهګرې ډلې ساتي او امريکا به نوره په دغسې کېدو غلې پاتې نشي.

صدر ټرمپ د ۲۰۱۸م کال په لمړۍ نېټه په ټويټر ويلي ؤ چې پاکستان په تېرو ۱۵ کالونو کې د امريکا څخه ۳۳ اربه ډالره مرستې اخستي خو په بدل کې يې ورته دروغ ويلي او په خپله خاوره يې ترهګر ساتلي دي.

له دې وروستو امریکا د پاکستان پوځي مرستې هم ځنډولې خو ويلي يې ؤ پاکستان کولی شي چې د حقاني شبکې او ترهګرو پرضد غوڅ عملیات وکړي تر څو دغه پوځي امداد ترلاسه کړي.

خو پاکستان امريکايي تورونه رد کړي چې په خپله خاوره يې ترهګر ساتلي او ويلي يې ؤ امريکا په افغانستان کې د خپلې ناکامۍ پړه په پاکستان وراچوي.

خو په وروستيو کې د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د پاکستان سفرونه کړي او څيړونکي وايي د دواړو هېوادونو اړيکې اوس يو څه ښه دي.

خو څيړونکي دا نظر هم لري چې د دواړو هېوادونو د راتلونکي په اړوند به د عمران خان د واشنګټن د سفر نه وروسته مالومه شي.

XS
SM
MD
LG