لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د انصاف نړيوال عدالت نن د کلبهوشن يادېو د مقدمې فېصله اوروي


د انصاف نړيوال عدالت په پاکستان کې د ورانکارۍ، ترهګرۍ او هند د جاسوسۍ په تور بنديوان کلبهوشن ياديو د مقدمې فېصله نن د شورو، چارشنبې په ورځ په ۱۷ جولايۍ اوروي.

پاکستان تور لګوي چې کلبهوشن ياديو د هند جاسوس دی په کراچۍ او بلوچستان کې يې په ترهګرۍ کې لاس درلود، او هغه پاکستان ته راتلو چې دلته د بلوڅ بېلتون خوښو سره وويني او د هغوي مرسته وکړي.

او د پاکستاني چارواکو په وېنا په درېم مارچ ۲۰۱۶م کې هغه د بلوچستان په ماشکېل علاقه کې نيول شوی ؤ.

خو د هند رسنیو داسې ادعاوې کړې وې چې هغه د ايران څخه پاکستان ته تښتول شوی ؤ.

په ۲۴ مارچ بيا د پاکستان پوځ ويلی ؤ هندي جاسوس کلبهوشن ياديو یې د پاکستان او ايران پولې سره په نزدې علاقه کې نيولی ؤ او د پاکستان پوځ د هغه يوه ويډيو خپره کړې چې پکې نوموړي ویلي ؤ هغه د هندي ادارو دپاره کار کوي.

په ياده ويډيو کې کلبهوشن ياديو په ځان لګېدلي تورونه منلي ؤ.

پاکستان بيا په دغه اړوند په اسلام اباد کې د هند سفير بللی او د کلبهوشن ياديو پاکستان ته د راوړېدو او په ترهګرۍ کې د ککړتيا په سر يې ورته احتجاج کړی ؤ.

د کلبهوشن پرضد په پاکستان کې د پوځي قانون لاندې د ترهګرۍ، ورانکارۍ او بېلتون خوښو د مالي مرستو په تور مقدمې چلول شوې په مجرم ګرځولو ورته په لسم اپرېل ۲۰۱۷م کې د مرګ سزا اورول شوې وه.

هند د پاکستان د پوځي عدالت په اورېدنه ټکونه کړي چې کلبهوشن ته په مقدمه کې د انصاف تقاضې نه دي پوره شوي او د دفاع حق ورته نه دی ورکړی شوی، کوم تورونه چې پاکستان رد کړي وو.

هند په اتمه مې د انصاف په نړيوال عدالت کې خواست کړی ؤ چې پاکستان هندي وګړی نيولی سزا يې ورته اورولې او د ويانا کنونش سرغړونه يې کړې ده.

په نهمه مې نړیوال عدالت پاکستان او هند ته خبرتياوې کړې او په ۱۵ مې يې د مقدمې لومړۍ نېټه ټاکلې وه.

په نړيوال عدالت کې پاکستان او هند دواړو هېوادونو د کلبهوشن په اړوند خپل خپل دليلونه وړاندې کړي او عدالت د روان کال په ۲۱م فرورۍ په ياده مقدمه فېصله محفوظ کړې او نن ۱۷م جولايي يې د فېصلې اورولو نېټه ټاکلې وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG