لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په وزيرستان کې انتخابي کانديدان وايي په چيک پوسټو د ستونزو سره مخ دي


په قبایلي ضلعو شمالي او جنوبي وزيرستان کې د ۲۰ جولايۍ دپاره ټاکل شوؤ انتخاباتو کانديدان وايي دوي په سيمه کې د کمپاين په مهال په ځانګړي ډول د چيک پوسټونو د ستونزې سره مخ دي.

په جنوبي وزيرستان کې د حلقه ۱۱۴ درې کاندیدان وايي دوي په خپله حلقه کې پوره يو تحصيل (توې خلې) ته نه دي ورغلي ځکه چې دوي يو خو په چيک پوسټونو ودرول کيږي وخت پرې اړول کيږي او بل ورته د امنيت مسلې وریادول کيږي.

په ياده حلقه د عوامي نيشنل ګوند کانديد تاج وزیر او د پيپلز ګوند عمران مخلص او ازاد کانديد عارف وزير دوي ټول هم دا يوه ګيله کوي.

عارف وزير بيا وايي د هغه سره ډېر زياشوی دی ځکه ډېره موده په جېل کې وساتل شو او ډېر کم کمپاين يې کړی دی.

هغه بيا وايي د تیارزې پوره تحصيل ترې پاتې شوی دی.

په شمالي وزيرستان کې په حلقه پي کی ۱۱۱ ازاد کانديد جمال داوړ او په پي کی ۱۱۲ د عوامي نيشنل ګوند اشرف داوړ وي او ای ډيوه سره په خبرو کې د خپلې علاقې ستونزې په ګوته کړي دي.

دوی هم وايي په چیک پوسټو ودورل کیږي او دوېمه مسله ورسره د رابطو ده چې هلته نه موبايل او نه بله د رابطې کومې لار شته .

دوي وايي درېم مشکل ورته دا جوړ ؤ چې په علاقه کې ۱۴۴ ماده په ځای کړی شوې په ګاډو کې د سپيکر لګولو اجازه هم نه وه.

او ياد ټول کانديدان بيا دا تور لګوي چې د پاکستان تحریک انصاف څومره کانديدان دي هغوي ته اجازه ورکول کيږي او نور کانديدان ځورولی شي.

خو د شمالي او جنوبي وزيرستان د انتخابي کمېشن رابطه کار بيا وايي د دوي د طرفه ټولو کانديدانو ته يو شان ماحول جوړ دی او ټول لګيا دي په پوره زور سره خپل کمپاين کوي.

د شمالي وزيرستان د الېکشن کمېشن رابطه کار رفيق مروت او د جنوبي وزیرستان اصف خټک وايي ټولو کانديدان ورته يو شان دي.

خو اصف خټک وايي دوي ته د ټولو نه غټ مشکل د انتخاباتو دپاره د ښځينه غړو د کمي دی خو زياته یې کړه که ډيوټۍ ته څوک رانغلل معطل کيږي او قانوني کارروايي به ورسره کولی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG