لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان کې واکمن ګوند دمیډیا تنقیدي خپرونې د"غدارۍ" په نوم یادې کړي


په پاکستان کې دخبریالانو لخوا په میډیا دلګیدلو قدغنونو په ضد له کوټلي احتجاج وروسته واکمن ګوند تحریک انصاف په میډیا کللکې نیوکې کړي اؤ دمیډیا تنقیدي خپرونې یې د”غدارۍ” په نوم یادې کړي دي.

دپاکستان ډان ورځپاڼې دنړیوالې خبري شبکې ای ایف پي د راپور په اساس ویلي دتحریک انصاف د رسمي ټوئټر پاڼې څخه تیره شپه په انګریزۍ اؤ اردو ژبو شوؤ تر ۲۴ؤ زیاتو ټوئټونو کې دمیډيا تنقیدي خپرونو باندې نیوکې شوي اؤ ویل شوي چې “دا د ریاست په ضد ګرځول کیدی شي”

خو په پاکستان کې دخبریالانو مرکزي اتحادیه پی ایف یو جی وایي پاکستان کې دمیډیا د ازادۍ تروړلو دا هڅې کومه نوې خبره نه ده بلکې په هر دور کې واکمنې طبقې هڅه کړې چې میډيا دځان تابع کړې خو دا هڅې یې نه بریالۍ شوي اؤ نه به بریالۍ شي.

د پاکستان تحریک انصاف دټوئټر رسمي پاڼې نه په خپور شوي یو ټویټ کې ویل شوي چې دصحافت ازادي د رایې د څرګندولو یو مهم اړخ دی خو ددې څخه په ناسمه استفاده دچا د شخصي ګټو دپاره ریاست یا قام ته زیان رسول کومه عقلمندي ده؟

دپاکستاني خبریالانو دمرکزي اتحادیې پی ایف یو جی مرستیال صدر ښاغلی بخت زاده یوسفزی وایي دا دافسوس خبره ده چې که میډیا دحکومت په سیاسي،اقتصادي یا بهرنیو تګلارو نیوکې کوي نو هغې ته د ریاست دمخالفت نوم ورکول کیږي.

وائس اف امریکه ډیوه سره خبرو کې نوموړي وویل” داسې په هر دور کې شوي، امرانو ،جرنیلانو اؤ جمهوریت دښمنه قوتونو همیشه کوشش کړی چې میډیا دفشارونو لاندي وساتي اؤ دمیډیا دلارې خپلې ناسمې تګلارې په خلکو سمې ومني خو دا کوششونه نه کامیاب شوي اؤ نه به کامیاب شي”

دښاغلي یوسفزي په وینا “په نزدې ورځو کې حکمرانه طبقه نیغ په نیغه دمیډیا د ازادۍ په ضد جګړې ته راوړاندې شوې ده خو دوئ، دوئ به ترڅو حقیقتونه پټ کړي، اوس نړۍ دیو کلي په څېر ده اؤ داکلی پوهیږي چې پاکستان کې دمیډيا اؤ خبریالانو سره څه روان دي؟”

په ټول پاکستان کې دوه ورځې وړاندې خبریالانو په میډیا د بندیزونو په ضد احتجاجونه کړي وؤ اؤ حکومت یې دمیډیا د ازادۍ په تروړلو تورن کړی ؤ.

دپاکستان وتلي خبریال حامد میر په ټوئټر لیکلي د مشرف په دوره کې په میډیا د بندیزونو په ضد چې کله مونږ تحریک پیل کړی ؤ نو په وړومبۍ ورځ زمونږ مظاهر کې په اسلام اباد کې تر لسو پورې کسانو برخه لرله خو د اوړمې ورځې مظاهرو کې په زرګونو خبریالانو دهیواد ۱۲ ښارونو کې په صحافت دبندیزو په ضد احتجاج کې برخه اخستې ده

ډان ورځپاڼې لیکلي چې پاکستان په نړۍ کې دمیډیا د غړو اؤ خبریالانو دپاره یو خطرناک ترین هیواد ګرځول کیدلی شي ځکه چې دلته خبریالان په حکومت یا پوځ دنیوکو له امله نیول کیږي،وهلی اؤ ځورولی حتی چې وژلی هم شي.

راپور کې راغلي چې په دې وروستیو څو کلونو کې پاکستان کې د رایې داختلاف په څرګندولو کې کموت لیدل شوی ، دحکومت له لوري دټولنیزو پاڼو یا سوشل نیټ ورکس په ضد دعملیاتو اعلان شوی اؤ دمیډیا ادارو باندې ورځ تر ورځه فشارونه سیوا کیږي چې له دې امله پاکستان کې په پراخه کچه خودساخته سینسرشپ مخې ته راغلی دی.

دبې پولې خبریالانو په نوم نړیوال تنظیم په دې وروستیو کې پاکستان کې د څو شخصي چینلو دخپرونو په تړل کیدو اندېښنه ښودلې وه اؤ داعمل یې د سینسرشپ په نوم یاد کړی ؤ.

همدا راز دخبریالانو یو بل نړیوال سازمان کمیټي ټو پروټیکټ جرنلسټس هم تیرکال خبرداری ورکړی ؤ چې پاکستان کې پوځ په خاموش ډول خو په موثره توګه په صحافت بندیزونه لګولي دي.

خو دپاکستان حکومت په میډیا د بندیزونو لګولو تورونه ردوي اؤ تیره اوونۍ دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي لندن کې دمیډیا د ازادۍ کانفرنس ته ویلي وؤ چې پاکستان کې دمیډیا دغږ غلي کولو سوال هم نه پیدا کیږ

XS
SM
MD
LG