لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان وايي، کلبهوشن ته به د قونصلر رسايي ورکړي


د پاکستان د بهرنيو چارو دفتر ويلي، پاکستان يو زمه واره ریاست دی او د انصاف د نړیوال عدالت د فېصلې په رڼا کې به کلبهوشن ياديو ته د قانون لاندې د قونصلر رسايي ورکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دغه بيان په داسې حال کې ورکړی چې د هندوستان خارجه وزارت د نړيوال عدالت دا حکم ستايلی چې پاکستان ته يې امر کړی چې د ياديو په اړه شوې د پوځي عدالت فېصلې ته دې بيا کتنه وکړي، او د ويانا کنونشن د تړون لاندې دې نوموړي ته سفارتي لاس رسی ورکړی شي.

هندوستان پخپل بيان کې د پاکستان نه هيله څرګنده کړې وه چې د نړيوال عدالت په دغه فېصله به زر تر زره عمل وکړي.

د هند دپاره په جاسوسۍ تورن کلبهوشن ياديو په اړوند د انصاف نړیوال عدالت دوه ورځې وړاندې خپله فېصله اورولې او ويلي يې ؤ پاکستان د ویانا کنونشن سرغړونه کړې ده چې د هند سفارتي چارواکي يې په سمدستي ډول نه دي خبر کړي او بيا يې سفارتي لاس رسي نه ده ورکړې.

د انصاف نړیوال عدالت پاکستان ته ويلي چې په جاسوسۍ تورن هندي وګړی کلبوشن یاديو ته ورکړل شوې د مرګ سزا ته دې بیا له سره کتنه وکړي او دا چې ورته ډیپلوماټي لاس رسی ورکړي.

نړیوال عدالت ويلي د ویانا د تړون د ۳۶ مادې له لاندې دې د ښاغلي یاديو حقونه خوندي وساتل شي.

که څه هم هند ډېره تمه لرله چې نړېوال عدالت به دغه سزا وځنډوي او هم به کلبوشن یاديو ته دا اجازه ورکړی چې خپل هېواد ته ستون شي، خونړيوال عدالت پخپله فېصله کې د هندوستان دغه غوښتنې ونه منلې.

XS
SM
MD
LG