د پاکستان د هوابازۍ وزير غلام سرور خان ويلي د هند سره د کړکېچ جوړېدو وروسته چې پاکستان خپل هوايي حدود بند کړي هغې ورته اته نیم اربه تاوان اړولی دی.
نوموړي په کراچۍ کې یوې خبري غونډې ته په وېنا کې ویلي، د هوا بازۍ شرکټ (سېول اېوي اېشن) ته دا ډېر غټ تاوان اوختی دی او نوموړي د شمېرې ښودلو پرته ويلي د پاکستان نه زیات تاوان هند ته اوختی دی.
د هندي رسنيو ترمخه هند ته د پاکستاني هوايي حدودو د بندېز له امله هند ته ۸۰ ملينه ډالره تاوان اوختی او د پاکستان تاوان ۵۰ ملينه ډالره وو.
د پاکستان او هند ترمنځ د فرورۍ په مياشت کې په هندي کشمير کې په هندي ځواکونو د بريد وروسته اړيکې خرابې شوې وې.
وروسته هند ادعا کړې وه د پاکستان د خېبرپښتونخوا صوبې په بالاکوټ کې يې د تندلارو پرضد د جنګي الوتکو د لارې عمليات کړي دي.
خو پاکستان دغه عمليات رد کړي او ويلي يې ؤ هندي الوتکو بمباري نه ده کړې او د هندي ادعا په دوېمه ورځ يې بيا د هند د جنګي الوتکې راغورځولو ويلي ؤ.
د يادو حالاتو جوړېدو وروسته بيا پاکستان خپل فضايي حدود تړلي وو.
درې ورځې وړاندې پاکستان ويلي ؤ چې خپل ټول تړلي فضايي حدود يې پرانستل.