لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د جنوبي وزيرستان شپږو کاندیدانو په سبانو انتخاباتو د درغلۍ اندېښنه څرګنده کړې


واڼه پرېس کلب

په قبايلي ضلع جنوبي وزيرستان کې په ۱۱۴م حلقه باندې ولاړو د بېلابيلو سیاسي ګوندونو او ازادو شپږو کانديدانو اندېښنه څرګنده کړې چې د سبانو انتخاباتو په لړ کې د وړاندې نه د درغلۍ پلان جوړ شوی دی.

په قبايلي ضلعو کې سبا د خالي په ورځ ۲۰م جولايي د خېبرپښتونخوا د اسمبلۍ دپاره انتخابات ټاکل شوي دي.

د جنوبي وزيرستان د ۱۱۴ حلقې نه د عوامي نيشنل ګوند تاج وزير، د پيپلز پارټۍ عمران مخلص، د جماعت اسلامي سېف الرحمان او جمعيت علما اسلام ف مولانا صالح محمد، ازاد کانديد زبېر او بل ازاد کانديد عارف وزير دوي په واڼه پرېس کلب کې په ګډه خبري کانفرنس کړی او خپلې اندېښنې يې څرګندې کړي دي.

دوي په خبري غونډه کې دوه مهمې مسلې وړاندې کړي چې د دوي د ووټونو سره د وړاندې درغلي شوې ده.

دوي ویلي يو دا چې د يادې حلقې توې خله تحصيل ته د الېکشن کمپاين دپاره په دوي کې يو تن نه دی پرېښودل شوی او تور يې ولګوؤ چې د حکومتي واکمنه ګوند پاکستان تحریک انصاف ګوند کانديد ته ټولې لارې خلاصې کړی شوې وې.

هغوي دا هم وويل چې اوس توې خلې ته د دوي پولينګ ايجنټان هم نه پرېښودل کیږي او که تر ماښامه يې دغه مسله هواره نه کړی شوه دوي به بيا د راتلونکې تګلاره ټاکي.

دوي بله مسله وړاندې کړه چې په علاقه کې کوم سرکاري ووټونه وو او شمېره يې د پينځه زرو نه تر پينځه نيم زرو پورې وښودله وې ويل چې هغه ضايع کړی شوي دي.

دوي ادعا وکړه چې د سرکاري کارمندانو دپاره کوم بېلټ پېپرې وې هغه په وخت نه دي جمع کړی شوي ځکه ريټرننګ افسر هغه نه دي اخیستي.

دوي په يادو ووټونو کې هم د درغلۍ کولو تور لګولي چې په شا به يې څه پلاننګ شوی وي.

د جنوبي وزيرستان دپاره د الېکشن کمېشن رابطه کار اصف خټک د دغو کانديدانو د نیوکو په غبرګون کې وايي یو دا چې د بېلټ پېپرو دپاره ۱۵ جولايي وروستۍ نېټه ټاکل شوې او د يادې نېټې پورې چې څومره ووټونه ورکړی شوي هغه به په شمېره کې شاملولی شي.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل دوي ته ځينې داسې مالومات ترلاسه شوي چې څه بېلټ پېپرې وروسته جمع کړی شوي نو هغه رد کړی شوي دي.

د توې خلې په اړوند هغه وويل په ياده علاقه کې هيڅ داسې خنډان ؤ چې د یو کاندید دپاره خاص برابرتيا شوې وه ټولو کاندیدانو ته يو شان موقع ورکړی شوې او هر چا خپل کمپاين په خلاص مټ کړی دی.

بل لور ته د عوامي نيشنل ګوند کاندید تاج وزير ویلي تېره شپه پرې په واڼه کې ډزې شوي د هغه په ګاډي درې ډزه لګېدلي خو هغه پکې روغ وتلی دی.

يادو کانديدانو په تاج وزیر د ډزو غندنه هم کړې ده.

XS
SM
MD
LG