لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پښتونخوا کې بارانونو اؤ سیلابونو ۱۴ کسان وژلي،۵۳ ژوبل


په خیبر پښتونخوا کې د بارانونو له امله دکورونو غورځېدو په پېښو کې د اتوؤ ماشومانو په ګډون ۱۴ کسان مړه شوي اؤ ۵۳ نور ژوبل شوي دي.

دپاکستان ډان ورځپاڼې د جمعې په ورځ ویلي چې دکوزې اورکزئ په لیره سیمه کې د واده دیوې دستورې په مهال دشړق شیبې باران له امله د واده په کور کې برنډه غورځېدلې چې پکې اته ماشومان مړه شوي اؤ۴۷ نور ژوبل شوي دي.

سیمه ییز چارواکي وایي چې‌ دباران له امله واده له راغلي خلک د واده د کور په برانډه کې راټول شوي وؤ خو د زیان باران له امله دغه برانډه په خلکو راکښېناسته اؤ ۶۰ کسان یې لاندې کړل.

دپېښې سره سیم مرستندویه فعالین د واده کور ته رسیدلي اؤ په ملبه کې دګیرو شوؤ اتوؤ ماشومانو مړي یې راویستلي اؤ ۴۷ کسان یې هم په ژوبل حالت کې ژغورلي دي.

پېښه کې ژوبل شوي کسان د پېښور اؤ کوهاټ روغتونونو ته رسول شوي خو سیمه ییز چارواکي وایي چې دځېنو حالت پکې مرګونی دی چې له دې امله دمړو شمیره کې د زیاتوالي اندېښنه شته.

همدغه راز په کوز دیر اؤ سوات کې هم د کوټې راغوځېدو اؤ سیلابي اوبو راختلو له امله څلور ماشومان مړه شوي دي.

دقدرتي افتونو په مهال مرستو ادارې ویلي چې دکوز دیر په لعل قلعه سیمه کې دوه ماشومانې سمن اؤ مسکان سیلابي اوبو لاهور کړي اؤ د سوات په سرسین سیمه کې هم دوه ماشومان حیات علي اؤ منور دسیلابونو له امله مړه شوي اؤ یو تن ژوبل شوی دی.

دسوات په مټه سیمه کې د غره د ګټ په راخوئېدو د حضرا اؤ سلیم شاه په نومونو دوه کسان ژوبل شوي.

د نوښار د پبو تحصیل په اکبر پوره سیمه کې هم دباران له امله دیو کور کوټه غورځېدلې چې د زیبا په نوم یوه میرمن پکې مړه شوې ده

XS
SM
MD
LG