لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په قبايلي ضلعو کې په وړومبي ځل د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ په ۱۶ چوکيو انتخابات کيږي


په خېبرپښتونخوا ضلع کې ورګډو شوؤ قبايلو کې په لومړي ځل د صوبايي اسمبلۍ په ۱۶ چوکيو نن د خالي، شنبې په ورځ انتخابات کیږي د رايو اچولو وخت سهار د اته بجو نه تر مازيګر پينځه بجو پورې به بې د دمې روان وي.

د پاکستان الېکشن کمېشن ويلي د انتخاباتو دپاره ټولې تيارۍ او ټول اړين ګامونه پورته کړی شوي دي.

د سرکاري شمېرو ترمخه په ۱۶ چوکيو ۲۸۵ کانديدان په مېدان کې دي.

په يادو کانديدانو کې ۸۴ د بېلا بيلو سیاسي ګوندونو په ټکټ په انتخاباتو کې برخه اخلي او پاتې ۲۰۱ کانديدان په ازاد حیثیت په مېدان کې دي.

په قبايلي ضلعو کې د رجسټرډ ووټرانو شمېره د ۲۸ لاکه نه زياته ده.

د دولتي ميډيا ترمخه د ۱۶ چوکيو دپاره په اووه قبايلي او يوه نیمه قبايلي ضلع کې ۱۸۹۵ پولينګ سټېشنې جوړې کړی شوي دي چې پکې ۴۶۴ ډېرې حساسې ګرځول شوي دي.

ويل شوي په پولينګ سټېشنو د امنيت دپاره پوځ ځای په ځای کړی شوی دی.

د قبايلي ضلعو حلقې په دې ډول دي، حلقه ۱۰۰ باجوړ ۱، حلقه ۱۰۱ باجوړ ۲، حلقه ۱۰۳ .

حلقه ۱۰۳ مومند ۱، حلقه ۱۰۴ مومند ۲. حلقه ۱۰۵ خېبر ۱، حلقه ۱۰۶ خېبر ۲، حلقه ۱۰۷ خېبر ۳.
حلقه ۱۰۸ کرم ۱، حلقه ۱۰۹ کرم ۲. حلقه ۱۱۰ اورکزۍ. حلقه ۱۱۱ شمالي وزیرستان ۱، حلقه ۱۱۲ شمالي وزيرستان ۲.

حلقه ۱۱۳ جنوبي وزيرستان ۱، حلقه ۱۱۴ جنوبي وزيرستان ۱ او حلقه ۱۱۵ نيم قبايلي علاقه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG