لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان په درې ورځني سفر امریکا ته روان شوی


د پاکستان وزيراعظم عمران خان په درې ورځني سرکاري سفر امریکا ته روان شوی دی، او هغه به په ۲۲م جولایي د امریکا د صدر ډانلډ ټرمپ سره وويني.

د پاکستان د دولتي ميډيا ترمخه د امریکا د صدر په بلنه نوموړی امريکا ته تلی دی.

د نوموړي سره په سفر کې د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه او د وزیراعظم اقتصادي مشاور عبدالرزاق داؤد مل دي، د بهرنيو چارو وزیر شاه محمود قرېشي د وړاندې نه په واشنګټن کې موجود دی.

د عمران خان د وزیراعظم جوړېدو وروسته دا د هغه د امریکې لومړی سفر دی.

شاه محمود قرېشي په واشنګټن کې خبريالانو سره په خبرو کې د عمران خان د سفر په اړوند ويلي، هغه به په ۲۱م جولايۍ په درې بجې په کمرشل فلايټ يا غېر سرکاري الوتکه کې واشنګټن ته ورسي.

هغه ويلي عمران خان به د پاکستاني سفير په کور کې پاتې کیږي او په سفارتخانه کې به د خلکو سره ليده کاته کوي.

د قرېشي په وېنا پاکستان د امریکا نه خېرات نه غواړي بلکې غواړي چې واشنګټن په پاکستان کې د پانګونو دپاره اسانۍ پېدا کړي او په دغه لړ کې دې د پاکستان دپاره په محکمه خارجه کې د ټور اېډوايزري کې بدلون وکړي.

د عمران خان د سفر په اړوند هغه ويلي وزیراعظم به د اتوار په ورځ د نړيوالې مالياتې ادارې د پلاوي سره او بيا د نړیوال بېنک د مشر سره ويني. له دغې وروسته به پاکستانۍ ټولنې ته وېنا کوي او بیا د پاکستاني کاروباريانو سره ليده کاته کوي.

شاه محمود قرېشي ويلي عمران خان به په ۲۲ جولايي د ګل په ورځ د امریکا د صدر ډانلډ ټرمپ سره وويني، دا ليدنه به يو په يو وي. او بيا به ورسره پلاوی هم شامل وي.

هغه زیاته کړې وزیراعظم به ماسپښين د خبريالانو سره ليده کاته کوي.

د عمران خان د سفر د نور تفصيل په اړوند قرېشي ويلي په ۲۳ جولايي به هغه د امریکې د بهرنيو چارو د وزیر مايک پمپيو او د استازو د اېوان د سپيکرې نېنسي پلوسي سره هم وويني.

په دغه مهال شاه محمود قرېشي وويل په افغانستان کې سوله د پاکستان او امریکې ګډ هدف دی او په سيمه کې د ثبات دپاره پاکستان خپلې هڅې دوامداره ساتي.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان په داسې حال کې د امریکا سفر کوي چې د افغانستان د سولې د خبرو په لړ کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو لړۍ دوام لري.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG