لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایران سره تاؤ تریخوالی،امریکا سعودي ته خپل۵۰۰ سرتیري لیږي


امریکا سعودي عرب ته دخپلو ۵۰۰ سرتیرو د لیږلو منظوري ورکړې ده اؤ وایي سعودي کې دامریکایي پوځ موجودیت به سعودي عرب ته دپېښو ګواښونو څخه په ژغورنه کې لاس امداد وکړي.

دنړیوالې خبري شبکې رائټرز له مخې سعودي ته دامریکایي سرتیرو دلیږلو دا اعلان دجمعې په ورځ پینټاګان پخپل یو بیان کې کړی دی.

امریکایي میډیا وایي امریکا سعودي ته خپل دا سرتیري ایران سره دسیوا شوي تاؤ تریخوالي له امله لیږل غواړي.

د۵۰۰امریکایي سرتیرو دا کنډک به دهاغو امریکایي سرتیرو برخه وي چې د تهران اؤ واشنګټن ترمینځ د وضعیت ټاوژنیدو وروسته امریکا په تیرو دوؤ میاشتو کې منځني ختیز ته لیږلي دي.

راپورونه وایي دا سرتیري به دسعودي عرب په شهزاده سلطان هوایي ډګر کې ایساریږي چې دغه ډګر له دې ورړاندې په کال ۱۹۹۱ اؤ۲۰۰۳م کې هم امریکا کارولی دی خو سعودي اؤ امریکایي چارواکو لا ددې خبرې پخلی نه دی کړی.

سعودي عرب له وړاندې څخه ویلي دي چې هغوئ دسیمې دامن اؤ ثبات دپاره د امریکایي پوځ کوربه توب ته چمتو دی.

د تیرو دوؤ میاشتو په مهال دخلیج عمان سره نزدې دتیلو په شپږو سمندري بیړو بریدونه شوي وؤ چې امریکا یې پړه په ایران ور اړولې وه خو ایران دا تورونه نه دي منلي.

تیره میاشت ایران دامریکا یوه ډرون الوتکه رانسکوره کړې وه چې دهغې وروسته د دواړو هیوادونو اړیکې تاوژنې شوي دي.

دامریکې صدر ډانلډ ټرمپ په دې وروستیو کې په ایران دبرید کولو اشاره هم ورکړې وه خو وروسته یې بیا دبرید امر بیرته اخستی ؤ.

دټرمپ انتظامیې ایران سره د تاؤژنو حالاتو له امله له وړاندې څخه دوه زره امریکایي پوځیان منځني ختیز ته لیږلي دي چې مقصد یې سیمه کې د ایران د فعالیتونو څارنه کول دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG