لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

قبائیلي ضلعو کې کېدونکې تاریخي ټولټاکنې هم دجانبدارۍ تورونو سره مخ شوي


دپاکستان په تاریخ کې په وړومبي ځل قبائیلي ضلعو کې دخیبر پښتونخوا اسمبلۍ دپاره کیدونکې ټولټاکنې هم دجانبدارۍ تورونو سره مخ شوي اؤ سیاسي فعالینو تورونه لګولي چې پوځ د واکمن ګوند پاکستان تحریک انصاف د دکاندیدانو دبریالي کولو هڅې کوي.

دعوامي نیشنل ګوند مرکزي ستر سکتر میا افتخارحسین چې پخپله یې د رائې اچونې دبیلابیلو مرکزونو څخه لیدنه کړې، وائس اف امریکه ډیوه سره خبرو کې یي تور لګولی چې باجوړ کې د ګورنمنټ هائی سکول خار پولنګ اسټیشن ته پخپله د پوځ یو میجر ورغلی اؤ خلک یې دپي‌ ټي ایي کاندید ته د رائیو ورکولو دپاره تشویق کړي دي.

خو د واکمن ګوند پاکستان تحریک انصاف سره تړاؤ لرونکی دقامي اسمبلۍ غړی اقبال اپریدي بیا په روانو ټاکنو کې د جانبدارۍ تورونه په کلکه سره ردوي اؤ وایي دا تورونه هغه څوک لګوي چې الیکشن کې ورته خپل بائیلات د وړاندې نه ښکاره دی.

دخالي په ورځ په خیبر پښتونخوا صوبه کې د ورګډو کړل شوؤ اوو قبائیلي ضلعو دننه دصوبایي اسمبلۍ د۱۶ؤ چوکیو دپاره دسیاسي ګوندونو دمخالفت باوجود دپوځ دنظارت دلاندې ټولټاکنې پیل شوي اؤ ټاکل شوې ده نن به څه دپاسه ۲۸لکه قبائیلي ولس په وړومبي ځل صوبایي اسمبلۍ ته دخپلو استازو دلیږلو دپاره خپلې رایې وکاروي.

خو میا افتخار حسین وایي دبیلابیلو قبائیلي ضلعو نه ورته اطلاعات ترلاسه شوي چې د ای این پي اؤ نورو ګوندونو دکاندیدانو دپلویانو مخې ته خنډان راولاړولی شي ترڅو هغوئ خپلې رایې ونه کاروي اؤ دپي ټي ایي کاندیدان دا ټولټاکنې وګټي.

میا افتخار حسین زیاته کړه باجوړ کې په یوه حلقه د عوامي نیشنل ګوند د کاندید شیخ جهانزاده پوزیشن ډیر پیاوړی دی، نن هلته یو ازاد کاندید په شیخ جهانزاده ډزې کړي اؤ څو ساعته د ځائیګۍ په نوم په دغه پولنګ اسټیشن د رایې ورکولو عمل دځنډ سره مخ ؤ.

دپاکستان الیکشن کمیشن د وړاندې نه واضحه کړې وه چې دپوځ کار به یوازې د روڼ انده ټاکنو ترسره کولو کې مرسته کول اؤ امنیت نیول وي.

دخیبر قبائیلي ضلعې څخه دپاکستان تحریک انصاف دقامي اسمبلۍ غړي اقبال اپریدي وائس اف امریکا ډیوه ته ویلي ټولو قبائیلي ضلعو کې ټولټاکنې په روڼ انده توګه روانې دي ، پوځ پکې هیڅ رقم مداخلت نه کوي اؤ هرڅوک چې پولنګ اسټیشن ته ځي د خپلې خوښې کاندید ته رایې ورکوي.

هغه وویل کوم خلک چې الیکشن کې د جانبدارۍ تورونه لګوي هغوئ ته خپل شکست له وړاندې معلوم دی اؤ غواړي چې په دغسې تورونو روانې ټولټاکنې لانجمنې کړي.

د روانو ټولټاکنو په مهال دبیلابیلو کاندیدانو پلویانو هم تورونه لګولي چې په جنوبي وزیرستان کې یوازې د واکمن ګوند پي‌ ټي ایي پلوي میرمنې د رائیو اچولو مرکزونو ته پرېښودل کیږي اؤ دنورو کاندیدانو پلویانې بیرته کورونو ته لیږل کیږي.

دجنوبي وزیرستان د کریکوټ اوسیدونکي معین خان وائس اف امریکه ډیوه سره خبرو کې تور لګولی چې “دلته دکریکوټ په پولنګ استیشن قبضه اچول شوې ده ، د ازاد کاندید عارف وزیر څومره ښځینه پلویانې چې د رایې ورکولو دپاره راغلې وې هغوئ ټولې بیرته لیږل شوي اؤ ورته ویل شوي چې تاسو فتنه پیدا کوئ”

هغه ویل وزیرستان کې په ګڼ شمیر زنانه د رائیو ورکولو دپاره له کورونو راوتلي خو دعوامي نیشنل ګوند دکاندید اؤ عارف وزیر ملاتړې میرمنې پولنګ اسټیشنو ته نه پرېښودل کیږي اؤ یواې دپي‌ ټي ایي دکاندیدانو پلویانو ته موقعه ورکول کیږي چې خپل ووټونه واچوي

عارف وزیر په ازاد حیثیت دجنوبي وزیرستان څخه ټولټاکنو کې برخه لري خو تر دې وړاندې هغه د پي‌ ټي‌ ایم کلک پلوي ؤ اؤ تر ټولټاکنو وړاندې امنیتي ادارو هغه نیولی هم ؤ خو وروسته د الیکشن کمیشن په امر پرېښودل شوی ؤ.

دخیبر قبائیلي ضلعې یو سیمه ییز خبریال ولي خان شینواري وائس اف امریکه ډیوه ته ویلي نن چې کومې صوبایي ټاکنې روانې دي پوځ پکې دمیډیا کارمندان نه پریږدي چې دپولنګ اسټیشنو دننه د ټاکنو د روان عمل څارنه وکړي.

ښاغلي شینواري وویل نن دمیډیا استازو ته ډیر زیات مشکلات پېښ دي اؤ دسختې تالاشۍ یا لټون نه وروسته ورته دالیکشن کمیشن پریزائیډنګ افسر پولنګ ورته اجازه ورکړې چې د رایې اچولو مرکزونو ته ننوځي خو پوځ ورسره هیڅ رقم مرسته نه کوي.

د ولي شینواري په وینا “پوځ مونږ ته هیڅ قسمه رسد نه راکولو اؤ راته یې ویل مونږ ته ارډر شوی چې دمیډیا استازي به د رائیو مرکزونو ته دننه نه پریږدئ”

په جنوبي وزیرستان واڼا کې د رایې ورکولو د یو مرکز مخې ته ولاړ سیاسي فعال یاسین وزیر وائس اف امریکه ډيوه ته ویلي مونږ پسې یې موبائیل نیټ ورکونه ،بجلي اؤ هرڅه بند کړي چې ددې واضحه مطلب دادی چې دا یو” سلیکټیډ “الیکشن دی

هغه تور ولګولو چې د رایې د مرکزونو څخه زمونږ زنانه استازې ویستل شوي اؤ مونږ ته معلومه ده چې دچا دپاره کمپائن چلول شوی اؤ اوس دچا دګټې دپاره کار روان دی.

ښاغلي یاسین وزیر که هرڅو دچا نوم نه دی اخستی چې موبائیل نیټ ورکس چا تړلي یا کمپائن څوک دچا دپاره کوي ؟خو دپاکستان دټولټاکنو کمیشن د وړاندې نه د روانو ټولټاکنو د امنیت ټولې چارې پوځ ته په لاس کې ورکړي اؤ پرېکړه یې کړې ده چې د رائې د مرکزونو دننه به هم پوځیان ولاړ وي چې ګنو سیاسي ګوندونو د الیکشن کمیشن ددې پرېکړې سره اختلاف ښکاره کړی دی.

XS
SM
MD
LG