لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ډیره اسمعیل خان:په پولیسو ډزو اؤ ځانمرګي برید کې د۴عسکرو په ګډون ۷تنه وژل شوي،۱۷ ژوبل


دخیبر پښتونخوا په جنوبي ضلعه ډیره اسماعیل خان کې په پولیسو ډزې اؤ د ضلعي روغتون په خوله کې یو ځانمرګي برید شوی چې پکې د څلورو پولیس عسکرو په ګډون ۷ تنه وژل شوي اؤ د ۱۷نور ژوبل شوي دي.

د ډيره اسماعیل خان دپولیسو ضلعي مشر یا ډي‌ پي‌ او سلیم ریاض وائس اف امریکه ته ویلي چې ځانمرګي برید په بورقه کې پټ‌ یو تن کړی خو دا لا معلومه ده نه ده چې ځان وژونکی سړی ؤ اؤ که ښځه وه؟

خو طالبانو ددې برید دپړې اخستلو په ترڅ کې ویلي چې برید دهغوئ یو ملګري ابو عبیده کړی دی.

د پولیس سرچینو په وینا د اتوار په سحر په موټر سائیکل سورو دوؤ ترهګرو د ډيره اسماعیل خان په کوټله سیدان پولیس پوسته ناتاره ډزې وکړي چې پکې دجهانګیر اؤ انعام په نومونو دوه پولیس عسکر ووژل شول .

پولیس وایي کله چې یې د وژل شوؤ پولیسو مړي د ډي‌ ایي خان ضلعي روغتون ته ورسول اؤ دغلته نور په ګڼ شمیر پولیس د پلټنو دپاره ورټول شول نو په دغه مهال دروغتون دبیړنیو مرستو دڅانګې په دروازه کې یوه درنه چاودنه وشوه.

د ډيره اسماعیل خان د ضلعي روغتون انتظامیې ویلي چې په دغه ځانمرګي برید کې دوه نور پولیس اؤ درې عام کسان وژل شوي اؤ دشپږو پولیسو په ګډون ۱۷کسان ژوبل شوي.

د ډيره اسماعیل خان دپولیسو مشر سلیم ریاض پخلی کړی چې دا یو ځانمرګي برید ؤ اؤ ځان وژونکی د ښځو په بورقه کې روغتون ته ننوتلی ؤ.

هغه وویل دپېښې پلټنې روانې دي خو په سمدستي توګه لا نه ده معلومه شوې چې برید ګر ښځه وه که سړی ډ؟

دپېښې نه وروسته په ګڼ شمیر کې امنیتي عسکر دپېښې ځائ ته رسیدلي اؤ په نزدې روغتونونو کې بیړنی وضعیت پرځائ کړل شوی دی.

پاکستاني میډیا د عیني شاهدانو له خولې ویلي چې دا برید د۱۵ کالو خواوشا په عمر یوې پېغلې جینۍ کړی دی.

د ډیره اسماعیل خان د پولیسو یو بل مشر یا ډي‌ ایس پي افتخار شاه هم مطبوعاتو ته منلې چې دا یو ځانمرګي برید ؤ اؤ په بورقه کې پټې یوې ښځې کړی دی.

خو طالبانو ددې برید پړه په غاړه اخستې اؤ ویلي یې دي چې دا ځانمرګي برید د هغوئ یو ملګري ابو عبیده دپلان مطابق کړی دی.

دپاکستاني طالبانو دتحریک ویاند محمد خراساني مطبوعاتو ته په لیږلي بیان کې ویلي هغوئ له وړاندې پلان کړې وه چې وړومبی به په پوسته په پولیسو برید کوي اؤ بیا چې هسپتال ته پولیس ورسول شي نو هلته نه به د وړاندې نه موجود ځانمرګی ځان الوځوي.

طالبانو ویلي چې دا برید یې په دې وروستیو کې په ډيره اسماعیل خان کې دخپل یو وژل شوي ملګري حافظ ضیاء الرحمان دبدل اخستلو په توګه کړی دی.

دغه طالب وسله وال په ۲۳م جون د ترهګرۍ ضد پولیسو دیوې کارروایۍ په مهال وژلی ؤ.

په دې وروستیو کې دپاکستان بیلابیلو برخو په امنیتي ځواکونو دبریدونو لړۍ یو ځل بیا چټک شوې اؤ ددغو بریدونو پړه زیاتره دپاکستاني طالبانو تحریک په غاړه اخلي

XS
SM
MD
LG