لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني:طالبانو نه دتسلیمۍ سند نه بلکې دسولې ابرومنده خبرې غواړو


دافغانستان ولسمشر ښاغلي اشرف غني ویلي “مونږ له طالبانو د تسلیمۍ سند نه دی غوښتی، بلکې په افغانستان کې د پایداره سولې د ابرومندانه مذاکرې غوښتونکي یو

دشنبې په ورځ دکابل په صدارتي ماڼۍ کې جوړ شوي نړیوال ښاري سمپوزیم کې د وینا په مهال ولسمشر اشرف غني ویلي زمونږ موخه سوله ده، تاوتریخوالی د یو بل د منلو لاره نه ده.طالبان باید ومني چې د سولې لپاره د ټینګې ارادې لرونکو افغانانو سره مخ دي

طالبانو د تیر کال راهسې په قطر کې دامریکا په استازیتوب زلمي خلیل زاد سره دسولې خبرې پیل کړي چې ددې خبرو اوو پړاوؤ نه سرته رسیدلي خو دواړه خواوې مزاکراتو کې دپرمختګ د دعوؤ باوجود تراوسه کوم غوڅ تړون ته نه دي رسیدلي.

دامریکا د پرله پسې غوښتنو باوجود طالبان افغان دولت سره دنیغ په نیغه خبرو اترو اؤ ډزبندۍ څخه انکار کوي اؤ وایي وروسته له هغې به افغان دولت سره خبرو ته کښیني چې امریکا افغانستان څخه دبهرنیو ځواکونو د وتلو مهال ویش اعلان کړي.

دافغانستان دصدارتي ماڼۍ دبیان له مخې ولسمشر د کابل پوهنتون په دروازه کې د تېرې ورځې ترهګریز برید ته په اشارې وویلپر پوهنتونونو، ماشومانو، ښوونځیو، جوماتونو، روغتونونو او ملکي وګړو برید، زمونږ پر تمدن، دین او ملي عزت برید دی او هر څوک چې د هغې مسؤولیت اخلي ملي خاین، فاسق، فاجر او له اسلام څخه بې خبره دی

افغانستان کې دسولې په اړوند دامریکا اؤ طالبانو دخبرو په جریان کې هم افغانستان کې دبمي چاودنو اؤ په امنیتي ځواکونو د بریدونو لړۍ دوامداره ده اؤ دجمعې په ورځ کابل پوهنتون ترڅنګ شوې یوه چاودنه کې اته کسان وژل شوي اؤ ۳۳ نور ژوبل شوي وؤ.

ولسمشر اشرف غني‌ څو کرته وړاندې هم طالبانو ته دمخ په مخ خبرو وړاندیزونه کړي خو طالبانو هرځل دغه وړاندیزونه رد کړي اؤ دریځ یې خپل کړی چې داشرف غني حکومت دپرېکړو واک نه لري ځکه هغوئ نیغ په نېغه امریکا سره خبرې کوي.

ولي اشرف غني وایي چې سوله په افغانستان کې کیږي نو د سولې دخبرو مالکیت به هم دافغانانو په لاسونو کې وي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG