لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د پاکستان د پوځ مشر به هم د عمران سره د صدر ټرمپ په لیدنه کې مل وي


د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل اصف غفور ويلي، په ۲۲م جولايي چې وزیراعظم عمران خان د امریکايي صدر ډانلډ ټرمپ سره په سپینه ماڼۍ کې د پلاوي سره وويني، په پلاوي کې د ليدنې وروسته به د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه پينټاګون ته ځي.

هغه ويلي جنرل باجوه به په پېنټاګون کې د امریکا د موقتي دفاع وزیر رچرډ سپېنسر، چيئرمېن جوائنټ چيف اف اسټاف جنرل جوزف ډنفورډ اود امریکا د پوځ مشر چيف اف اسټاف جنرل مارک ای ملی سره هم وويني.

د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه د وزيراعظم عمران خان سره په درې ورځنۍ سرکاري دوره د امریکې په سفر دی او ټاکل شوې عمران خان به نن د ګل په ورځ د صدر ټرمپ سره ليده کاته کوي.

د دولتي میډيا ترمخه عمران خان به د ډانلډ ټرمپ سره په سپينه ماڼۍ کې په ليدنه کې په بېلابيلو چارو او د دواړو هېوادونو د اړيکو په پياوړتيا خبرې اترې کوي.

د پاکستان د دولتي میډيا ترمخه د دواړو خواؤ په ليدنه کې به د سوداګرۍ او پانګونۍ ترڅنګ په دوه اړخيزه مرستو او په افغانستان کې د سولې په تړاؤ هم خبرې وکړي.

امریکايي چارواکو ويلي صدر ډانلډ ټرمپ به په ليدنه کې د پاکستان په وزيراعظم د افغانستان د سولې په خبرو کې د پرمختګ په تړاؤ فشار اچوي.

او افغان دولت هم ويلي دوي د صدر ټرمپ نه هيله لري چې د پاکستان په وزيراعظم د افغانستان د سولې د بهير په لړ کې فشار واچوي.

عمران خان د واشنګټن د سفر په مهال په کېپټل ارینا کې د پاکستان سره تعلق لرونکو کسانو ته په وېنا کې په پاکستان کې په مخالفه ګوندونو ټکونه کړي او ويلي يې دي چا چې لوټ مار کړی د هغوي سره به کله هم اېن ار او ونه کړي.

هغه ويلي په فشار کې د راتلو پرته به د احتساب عمل دوام لري او د هغه په وېنا بهر هېوادونو ته لوټل شوې پېسې به بيرته راوړي.

عمران خان دغه خبرې په داسې حال کې کړي چې په پاکستان کې د احتساب قامي ادارې د مخالفه ګوندونو مشران د غبن په تورونو کې نيولي چې پکې د پيپلز ګوند مشر پخوانی صدر اصف علي زرداري او د مسلم ليګ ن ګوند سره تعلق لرونکی پخوانی وزیراعظم شاهد خاقان عباسي هم شامل دي.

مخالفه ګوندونه تور لګوي چې د پاکستان تحریک انصاف حکومت د نېب د لارې انتقامي عمليات او په مخالفينو سياسي مقدمې جوړوي.

XS
SM
MD
LG