لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د قبايلي ضلعو په ۱۶ چوکيو به دوه وزارتونه ورکولی شي


د خېبرپښتونخوا وزیراعلی ویلي د قبایلي ضلعو په نوؤ ټاکل شوؤ ۱۶ چوکيو به د صوبې په کابينه کې دوه وزارتونه ورکولی شي.

په خېبرپښتونخوا صوبه کې ورګډو شوؤ قبايلي ضلعو کې په ۱۶ جنرل چوکیو په ۲۰م جولايۍ انتخابات ترسره شوي دي.

د الېکشن کمېشن ترمخه په ترسره شوؤ انتخاباتوکې په ۱۶ چوکيو کې شپږ ازاد، په خېبرپښتونخوا کې د واکمنه حکومتي ګوند تحریک انصاف پينځه، د جمعيت علمااسلام (ف) ګوند درې او د عوامي نيشنل ګوند او جماعت اسلامي یو، يو کانديد کامياب شوي دي.

وزیراعلی محمود خان ويلي ازادو کانديدانو ته یې په تحریک انصاف کې د شاملېدو بلنه ورکړې ده

په قبايلي ضلعو کې د خالي، شنبې په ورځ ترسره شوؤ انتخاباتو کې ځینې نتيجې د اتوار، يکشنبې د ماښامه پورې نه وې ورکړی شوې او له دغې وروسته ځينې بايللو کانديدانو د درغلۍ تورونه هم لګولي دي.

د کرمې ضلعې په حلقه ۱۰۹ ولاړ ازاد کانديد عنايت طوري نن د پېښور پرېس کلب مخې ته احتجاجي مظاهره کړې او ويلي يې دي جعلي ووټونه او جعلي اېم پي ای نه مني.

په وزیرستان کې هم په ځينو حلقو باندې ازادو کانديدانو د درغليو کېدو تورونه لګولي دي.

خو وزيراعلی محمود خان ويلي په ځينې حلقو د دوي خپل کانديدان هم تحفظات لري خو د دغو تحفظاتو دپاره الېکشن کمېشن موجود دی او کانديدان کولی شي چې خپل اعتراضونه هلته جمع کړي.

وزيراعلی ویلي صفا انتخابات شوي او ميډيا هر څه ليدلي دي. او دا الېکشن کېدل تاريخ رقم شوی دی د خلکو خيال ؤ چې د ضلعو ورګډېډو وروسته به هلته انتخابات نه کيږي خو هر چا وليده چې انتخابات وشو.

وزيراعلي دا هم وويل چې د اګست په میاشت کې په ټوله خېبرپښتونخوا صوبه کې د مقامي يا ښاروالۍ د حکومتونو وخت سرته رسي او د مقامي انتخاباتو اعلان به د اګست په مياشت کې وشي او د نوي قانون لاندې به مقامي انتخابات کولی شي.

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG