لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان دصدر ټرمپ په څرګندؤنو سخت غبرګون ښودلی


افغانستان حکومت دافغان کشالې په اړوند دامریکایي صدر ډانلډ ټرمپ په څرګندونو تند غبرګون ښودلی اؤ ویلي یې دي چې افغانان هیڅ یو قدرت ته دخپلو راتلونکي ټاکلو په اړه اجازه نه ورکوي.

د سه شنبې په ورځ دافغانستان صدارتي ماڼۍ پخپله یوه اعلامیه کې ویلي افغانستان د نړۍ له پخوانیو دولتونو څخه یو دی چې د تاریخ په اوږدو کې له څو بحرانونو څخه راوتلی دی اؤ د افغانستان ملت هیڅ بهرني قدرت ته د خپل برخلیک د ټاکلو اجازه نه ده ورکړې او نه به یې ورکړي.

افغان دولت دا غبرګون وروسته له هغې ښودلی چې تیره ورځ دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ دپاکستان وزیراعظم عمران خان سره دلیدنې په مهال وویل امریکا دافغانستان جګړه په یوه اوونۍ کې ګټلی شي خو نه غواړي چې دنظامي لارې په دغه جګړه کې په میلینونو خلک ووژل شي.

پخپله اعلامیه کې افغان دولت د دوه همکارو دولتونو ترمنځ هراړخیزو اړیکو ته په کتو له ډيپلوماتیکو او دولتي لارو له واشنګټن څخه د پاکستان وزیراعظم سره د صدر ټرامپ د څرګندونو سپیناوی غوښتی دی.

دصدر ټرمپ ددغو څرګندنو‌ په ځواب کې افغان دولت پخپله اعلامیه کې ویلي له نړۍ او په ځانګړي ډول امریکا سره زموږ شراکت او همکاري د متقابلو ګټو او متقابل درناوي په اساس دی. موږ د سولې په راوستلو کې د امریکا د همکارۍ ملاتړ کوو، اما زموږ د هیواد اساسي برخلیک د بهرنیو دولتونو د مشرانو په ناستو کې د افغانانو د زعامت له حضور پرته نشي ټاکل کېدلای

صدر ټرمپ سره دلیدنې په مهال دپاکستان وزیراعظم عمران خان هیله ښودلې وه چې طالبان به ډیر زر افغان دولت سره مخامخ مزاکراتو ته اماده کړي.

خو طالبانو له مخکې ویلي چې تر هغې به افغان دولت سره دسولې خبرو ته نه کښیني ترڅو چې امریکا افغانستان څخه د ټولو بهرنیو ځواکونو د ویستلو مهال ویش نه وي اعلان کړی.

امریکا د تیرکال راهسې دتیرکال راهسې په قطر کې طالبانو سره دسولې خبرې پیل کړي چې په دغو خبرو کې دامریکا استازیتوب افغان نژاده زلمی خلیلزاد پغاړه لري.

د روان کال دمارچ په میاشت کې دافغانستان دملي امنیت مشاور حمد الله محب په زلمي خلیلزاد تور لګولی ؤ چې طالبانو سره دخبرو په ترڅ کې غواړي پخپله افغانستان کې واک ته ورسیږي خو امریکا د ښاغلي محب دا تور په کلکه رد کړی ؤ اؤ دا یې دافغانستان دبهرنیو چارو په وزارت یو لفظي برید ګرځولی ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG