لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

خلیلزاد د افغان سولې لپاره د سیمې د هېوادونو په سفر روان شوی


په افغانستان کې د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د بېن الافغاني مذاکراتو په لړ کې له افغان حکومت سره د سلا مشورو او له طالبانو سره د خبرو بلې ناستې لپاره د افغانستان او قطر په سفر روان شوی.

ښاغلي خلیلزاد پر خپل ټوېټر لیکلي:

"نن کابل ته رسېږم، تمرکز به مې د داېمي سولې ترلاسه کول وي، چې دا جګړه پای ته رسوي، هغه ډاډ ترلاسه کړم چې ترهګر افغانستان د امريکا د ګواښلو لپاره ونه کاروي، د هغو قربانیو درناوی چې امريکا، زموږ متحدینو او افغانانو ته اوښتي او د افغانستان سره دوامداره اړیکوټینګول دي."

ښاغلي خلیلزاد د ولسمشر ټرمپ او د وزیر اعظم عمران خان د غونډې په هکله لیکلي:

"پرون د عمران خان سره خبرو کې، د متحده ایالاتو ولسمشر نړۍ ته بیا ټينګار وکړ چې په افغانستان کې د جګړې لپاره معقوله پوځي حل لاره شتون نه لري او سوله باید د یوه سیاسي جوړ جاړي له لارې ترلاسه شي. پاکستان ژمن دی چې سولې ته د رسېدو لپاره هر څه چې یې په توان کي دي ترسره کړي".

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یا سټیټ ډپارټمنټ وویل، ښاغلی خلیلزاد به په کابل کې د افغان حکومت سره په افغانستان کې د امن د بهیر په راتلونکو اقدماتو خبرې کوي او هغه قامي ډله به غوره کوي چې په بین الافغاني مذاکراتو کې ګډون کولی شي.

له دې نه پرته، سټیټ ډپارټمنټ وویل، زلمی خلیلزاد به په کابل کې د مدني ټولنې فعالانو او د مېرمنو لپاره کارکوونکو ادارو سره هم ویني چې په دې ډول د سولې په بهیر کې په پراخه کچه د افغانانو گډون یقیني کړای شي.

د کابل نه وروسته به امریکايي استازی قطر ته ځي او په دوحه کې به له طالبانو سره د خبرو لړۍ بیا پېل کړي

XS
SM
MD
LG