لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران: صدر ټرمپ ته د افغان سولې عمل مخ په وړاندې بوتلو کې د کردار ترسره کولو باور ورکوم


د پاکستان وزیراعظم عمران خان ويلي،"زه صدر ټرمپ ته باور ورکوم چې پاکستان به د افغان سولې د عمل مخ په وړاندې بوتلو کې تر خپله وسه رول ترسره کوي".

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د امریکا د سفر په مهال د امريکايي صدر ډانلډ ټرمپ د مېلمستيا او د پاکستان د دريځ په پوهېدو يې د هغه مننه کړې ده.

عمران خان په ټويټر د افغان سولې د عمل مخ په وړاندې بوتلو کې د پاکستان کردار ادا کولو باور ورکړی او زياته کړې يې ده د څلورو لسيزو راهسې روانې جګړې وروسته په مشکلاتو کې ګېر افغانانو دپاره د امن زمينه برابرول د نړۍ زمه واري ده.

نوموړي د کشمير د مسلې په اړوند د صدر ټرمپ بيان ته د هندي رسنيو په غبرګون د تعجب څرګندونه کړې ده.

له دې وړاندې وزیراعظم عمران خان ویلي زر به د افغان طالبانو سره ویني او غږ به پرې کوي چې د افغان حکومت سره خبرې وکړي.

په واشنګټن کې د څېړنې ادارې یوایس انسټیټیوټ اف پیس کې د نهې، سه شنبې، په ورځ خبرو کې عمران خان وویل د وزیراعظم منتخت کېدو ورسته ورسره د طالبانو یو پلاوي لیدل غوښتل خو د افغان حکومت د مخالفت لا امله یې طالبانو سره د لیدلو نه ډډه وکړه.

عمران خان وویل اوس یې د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ او افغان صدر اشرف غني سره خبرې کړې دي او زر به طالبانو سره ویني. هغه وویل د خپل وس هر کوښښ به کوي چې طالبان د افغان حکومت سره خبرو ته کښېنوي.

عمران خان طالبانو سره د لیدو خبره په داسې حال کې وکړه چې په افغانستان کې د امن دپاره امریکايي استازی زلمی خلیلزاد د بېن الافغاني مذاکراتو په لړ کې افغان حکومت سره د مشورې او طالبانو سره د خبرو بلې ناستې په غرض د افغانستان او قطر په سفر روان شوی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:55 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG