لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

"چې د اسامه بن لادن درک ائي اېس ائي ورکړی نو ډاکټر شکيل بيا ولې په جېل کې دی"؟


د پاکستان وزیراعظم عمران خان ويلي ډاکټر شکيل اپريدی په پاکستان کې د جاسوس درجه لري. د نوموړي دې بيان ته په سوشل ميډيا داسې غبرګون ويل شوی چې عمران خان يو خوا وايي د اسامه بن لادن درک ائي اېس ائي ورکړی، نو ډاکټر شکيل بيا په څه کې بنديوان دی؟.

ډاکټر شکيل اپريدی د پاکستان د خېبرپښتونخوا په اېبټ ښار کې د القاعده ډلې د وژل شوي مشر اسامه بن لادن په مالومولو کې د امریکايي استخباراتي ادارې (سي ائي ای) سره په مرستو تورن دی.

خو شکيل اپريدی د يوې تندروه ډلې لشکر اسلام د ملاتړ په تور نيول شوی او په دغه تور پرې مقدمه درج شوې او عدالت هغه ته د قبایلي سیمو د پخواني ځانګړي قانون اېف سي آر په بنیاد ۳۳ کاله سزا واوروله، چې وروسته یې بیا په سزا کې لس کاله کمی اعلان شو.

شکيل اپريدی دا وخت د پنجاب صوبې د ساهیوال ضلعې په زندان کې دی او د روان کال د مې په مياشت کې يې اته کاله په بنديوانۍ کې پوره شو.

د پاکستان وزیراعظم د امریکا په سفر کې د فوکس نيوز سره په مرکه کې دغه خبره کړې چې د اسامه درک د پاکستان استخباراتي ادارې (ائي اېس ائي) ورکړی ؤ. اسامه بن لادن د امریکا ځانګړو ځواکونو په دوېمه مې کال ۲۰۱۱ کې په اېبټ کې وژلی ؤ.

ژورنالسټ بلال فاروقي په ټويټر د عمران د ويډيو سره دا پوښتنه کړې ده چې،

"عمران خان وايي ائي اېس ائي، سي ائي ای ته د اسامه بن لادن د درک پخلی کړی نو بيا ولې په ډاکټر شکيل اپريدی د جاسوسۍ تور دی کومه چې هغه نه ده کړې".

يو بل ژورنالسټ طارق بټ ويلي،

"وزیراعظم عمران په ايران هم داسې يو لانجمن بيان ورکړی چې بيرته راغلی سپيناوی يې وکړو. اوس که چرته د هغه دا بيان رښتیا وي (د ائي اېس ائي د اسامه په اړوند) نو ډاکټر شکيل ولې په جاسوسۍ تورن دی".

او د مسلم ليګ ن ګوند مشرې مريم نواز شريف بيا په ټويټر ويلي،

"اندازه ولګوئ، که چرته نوازشریف يا بل کوم منتخب وزير داسې خبره کړی وی، په هغه به د غدارۍ تور لګول شوی ؤ".

XS
SM
MD
LG