لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دترهګرۍ ضد محکمې حافظ سعید زندان ته لېږلی


دپاکستان دپنجاب ایالت د ترهګرۍ ضد یوې ځایي محکمې ترهګرو ډلو سره دمرستې په تور نیولی دناقانونه ډلې جماعت الدعوه مشر حافظ سعید د دوؤ اونیو دپاره زندان ته لیږلی دی.

په حافظ سعید دبمبۍ ترهګریزو بریدونو کې دلاس لرنې ترڅنګ تیره میاشت پاکستان کې هم دترهګرۍ ضد پولیسو مقدمه درج کړې وه چې ترهګرو ډلو سره مرستې کوي.

دروانې میاشتې په ۱۷مه نېټه حافظ سعید دلاهور څخه ګوجرانواله سیمې ته روان ؤ چې په لاره کې پولیسو نیولی ؤ.

د حافظ سعید په نیونه دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ خپل غبرګون کې ویلي وؤ “دلسو کالو له لټون وروسته د ممبۍ دبریدونو تش په نوم سرخیل پاکستان کې نیول شوی دی”

نن دچهارشنبې په ورځ حافظ سعید پولیسو د ګوجرانواله د ترهګرۍ ضد محکمې ته وړاندې کړی اؤ محکمې دهغه په ضد دمقدمې اوریدنه کړې ده.

له اوریدنې وروسته محکمې د دوؤ اوونیو دپاره زندان ته ولیږلو اؤ پولیسو ته یې امر وکړو چې په یوه اوونۍ کې دهغه په ضد د جوړې مقدمې په اړوند ټولنې پلټنې پشپړ اؤ محکمې ته یې وړاندې کړي

پاکستان کې د حافظ سعيد اؤ نورو تندروه مشرانو پرضد د ترهګر ډلو سره د مالي مرستو په تور مقدمې په داسې حال کښې درج شوې وې چې په وروسیتو کښې د ترهګرو ډلو سره د مالي مرستو اؤ د پېسو د غېر قانوني انتقال د څار ادارې اېف ای ټي اېف پاکستان ته خبردارې ورکړی چي که د راتلونکي ستمبر پورې یې د ترهګرو ډلو اؤ هغوي سره د مالي مرسته کونکو پر ضد غوڅ ګامونه وانه خستل نو نوم به ي په تور نوملړ کښې ورګډ کړل شي.

خو پولیسو حافظ سعید واشنګټن ته د پاکستان د وزیراعظم د سفر نه یوازې څو ورځې وړاندې نیولی ؤ.

پاکستان کې په ټولنیزو رسنیو دحافظ سعید محکمې ته د وړاندې کولو په عمل هم نیوکې شوي اؤ یو شمیر مدني فعالانو ویلي چې د زولنو نه پرته دهغه محکمې ته وړاندې کول ښایي چې دحافظ سعید نیونه دنمائشي بڼې ده اؤ په دې عمل یوازې پاکستان د امریکا اؤ‌ هند دفشارونو مخه نیول غواړي.

امریکا اؤ هند تورونه لګوي چې حافظ سیعد کال ۲۰۰۸م کې دهند په بمبۍ ښار د شوؤ ترهګریزو بریدونو سرخیل دی اؤ امریکا دهغه نوم د نړیوالو ترهګرو نوملړ ته هم وراچولی دی.

امریکا دحافط سعید پسر د یو کروړ ډالرو انعام هم ویستی دی.

XS
SM
MD
LG